کرن ډېکر: امریکا به هېڅ‌کله افغانستان کې پوځي مداخله ونه‌کړي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې امریکا به په راتلونکې کې هېڅ‌کله په افغانستان کې له پوځي لارې مداخله ونه‌کړي او په وینا یې، څوک د داسې پرېکړې تمه نه‌لري.

کرن ډېکر یوې انلاین غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکه راشه درشه اغېزمنه ده.

د کورنیو چارو وزارت جومات کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د دغه وزارت په یوه جومات کې نننۍ چاودنې څلور کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.
ټکور وايي چې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه شوې او په وینا یې، وژل شوي او ټپیان ټول لمونځ‌کوونکي وو.
هغه د چاودنې د ډول او څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

د استخباراتو ریاست: کونړ کې مو د داعش درې غړي ووژل

د استخباراتو لوی ریاست وايي چې کونړ کې یې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش درې غړي وژلي دي.

دغه ریاست پرون سه‌شنبه د تل دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کونړ د استخباراتو ریاست ځواکونو د دغه ولایت په شېګل ولسوالي کې د عملیاتو پرمهال د «معاویه» په نوم د داعش ډلې یو غړی له خپلو دوو همکارانو سره یوځای وژلي دي.

هېواد کې ځانمرګي او چاودنې؛ یوه میاشت کې ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ټپیان دي

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید وروسته نن یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د یوې چاودنې شاهدان وو.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې پېښه د  دویمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، خو په وینا یې چې تلفات نه‌لري.

بلخ کې ښځو پر «کاج ښوونیز مرکز» د برید له امله لاریون کړی

بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .

پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د وژل شویو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ ته ورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې په زیاتېدو دي.

یوناما ویلي چې دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو بیا ۸۳ کسانو ته لوړ شوی دی.

هرات کې د اعتراض پرمهال ځینې ښځینه زده‌کړیالانې نیول شوي

د هرات پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز خونړي برید ته په غبرګون کې نن اعتراضیه لاریون وکړ.

لاریون کوونکو نن (یکشنبه، تلې لسمه) د هرات پوهنتون مخې ته د «زده‌کړه زموږ حق دی»، «نسل وژنه ودروئ» او «چوپتیا خیانت دی» شعارونه ورکول او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کوله.

کابل کې پر زده‌کوونکو پروني برید ملي او نړیوال غبرګونونه را پارولي

یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نه‌کړه.
د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نه‌کړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

بېلتون‌پاله بلوڅان: د پاکستان پنځه پوځیان مو ووژل

د بلوچستان د بېلتون‌پاله بلوڅو (بي‌‌ا‌ِل‌ای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټن‌ځای الوځولی دی.

پر «کاج ښوونیز مرکز» برید؛ یوناما: ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پروني برید د قربانیانو کره شمېرو را ټولولو لپاره یې کسان ګومارلي دي. 

یوناما ویلي، د پروني برید په اړه وروستۍ شمېرې یې ښيي چې په یاد برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: پر کاج ښوونیز مرکز د برید عاملان باید محاکمه شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو او د زده‌کوونکو د امنیت نه خوندیتوب د ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په اعلامیه کې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي پر حق هم ټینګار شوی دی.