
یوه میاشت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰کسان وژل شوي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند ملک اضغر څلور لارې کې د پولیسو چکپواینټ ته نږدې موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.
پېښه نن دوشنبه د وري اوومه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. یاده سیمه د بهرنیو چارو وزارت ته په څو قدمۍ کې پرته ده.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مککال له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه ورسره شریک کړي. د نړیوالو مسایلو څېړونکی نظیراحمد رزاقي بیا وايي چې د چین ځواکمنېدو او پر اوکراین د برید لپاره د روسیې چمتووالي د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب بدل او له افغانستان څخه یې د وتلو لامل شو.

د بغلان امنیتي مسوولان مني چې یوه کس د دغه ولایت په تالهوبرفک ولسوالي کې خپل ورور وژلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد جمعه د وري څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د امریکايي چارواکو هغو ادعا ته تند غبرګون ښودلی چې ګواکې د داعش ډلې غړي افغانستان کې زیات شوي دي.
ذبېحالله مجاهد دغو ادعاوو ته په غبرګون کې لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې غړي د پخوا په پرتله ځپل شوي او شمېر یې خورا کم شوی دی.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه د تښتول شوي کس جسد یې سرپل کې پیدا کړی دی. ناپېژنده کسانو دغه ځوان له جوزجان تښتولی و او سرپل کې یې وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنايي مدیریت د کشف امر شمسالله وثیق ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه رامنځته شوې ده.

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د درېوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د هغه په وینا، یاده پېښه د غزني ولایت د واغظ ولسوالي په «چهارده» کلي کې شوې ده.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او درې اولادونه یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې ناپېژنده وسلهوالو دغه ولایت کې د یوه جومات خطیب نورمحمد بیدکي وژلی دی.
د سرچینې په وینا، پېښه سهشنبه د وري لومړۍ د میمنې ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «تورپاختو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو یو ۵۰کلن کس په ډزو وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قومنداني د جنایي مدیریت د کشف امر شمسالله وثیق سلاموطندار ته وايي چې پېښه پرون سهشنبه د شبرغان ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د یادې پېښې په تړاو اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په وینا یې چې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن دوشنبه د کب ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۱زره او ۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي دي. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۶زره او ۶۵۸ کسان هم نیول شوي دي.

بادغیس کې یوه محلي سرچینه سلاموطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه نجلۍ په تېروتنه د خپل ورور لهخوا وژل شوې ده.
د سرچینې په وینا، پېښه پرون شنبه د کب ۲۷مه د بادغیس مرکز قلعهنو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «درویش محمدي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي سلاموطندار ته پېښه تایید کړې او په وینا یې، د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو مدیر مولوي عبدالله د ناپېژنده کسانو لهخوا وژل شوی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، هېواد کې یې د ا.ا د واکمنېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي چې ۳۰ هغه یې په وروستۍ نږدې یوه میاشت کې ثبت شوې دي. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د هغوی د وهلو ډبولو، سپکاوي او په خپل سره د نیولو او بندي کولو دي.

د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلاموطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد نن د کب په اووهویشتمه، د شنبې ورځ، سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د ا.ا ځواکونو بېګاه ناوخته د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د داعشیانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې یوشمېر داعشیان وژل شوي او وسلې او مهمات یې د دوس لاس ته ورغلي دي. هغه زیاتوي چې د ا.ا یو غړی هم په دغو عملیاتو کې ټپي شوی دی.