هرات کې یوه ښځه د خاوند وژلو پر مهال نیول شوې

د هرات امنیه قومانداني وايي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز په شپږمه امنیتي حوزه کې هغه ښځه لاس په لاس نیولې چې غوښتل یې خپل خاوند ووژني.
د امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې ښځې او خاوند یې مخکې په محکمه کې حقوقي دعوا لرله او خاوند یې چې کله د محکمې جلب د خُسر کور ته ور وړی، مېرمنې یې په چاکو وهلی دی.

د افغانستان په اړه د م.م ناسته کې د امریکا او روسیې د استازیو لفظي شخړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه ناوخته افغانستان کې د اقتصادي او بشري‌ وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.

که څه هم دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، خو د نړۍ ستر ځواکونو دې ناسته کې پر بل تندې نیوکې وکړې. ویل کېږي چې دغه ناسته د روسیې او امریکا د استازیو ترمنځ په لفظي شخړې پیل شوه.

مکېنزي: امریکايي ځواکونه ښايي بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.
رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.

پاکستان د ملا یعقوب څرګندونې د افسوس وړ بللي

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له پاکستانه پورته کېږي

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بې‌پېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بې‌پېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.

کونړ کې چاودنې د ا.ا یو غړی وژلی او شپږ کسان یې ټپیان کړي

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحق حقاني وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې پر يوې رېنجرې چاودنه شوې چې له امله یې د اسلامي امارت يو غړی وژل شوی دی.
د هغه په خبره، چاودنه کې د درېوو ولسي وګړو په ګډون، شپږ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه

له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

بایډن: هغه ترهګر به ښکار کړو چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی

د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړیوال کمېسیون ویلي چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی. د دغه کمېسیون په وینا، اسلامي امارت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه لږولي او د هغوی حقونه یې نقض کړي دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ اووم فاسد هېواد دی

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپور شوي تازه راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د نړۍ اووم فاسد هېواد بللی شوی دی.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان بشري حقونو څخه د ملاتړ، فساد سره د مبارزې او مدني ازادیو په برخه کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د فاسدو هېوادونو نوملړ کې ۷ ځای خپل کړی دی.

یعقوب مجاهد: د اسلامي ارزښتونو خلاف د چا فرمایشونه نشو منلی

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف د چا فرمایشونه نشي منلی او نه به هم ورته غاړه کېږدي. نوموړي پرته له دې چې د کومې ډلې یا هېواد نوم واخلي، وویل چې ځینې کړۍ غواړي د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو ترمنځ بېلتون رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.