کابل کې دوه پاکستانیان د ټابلېټ «کا» د پلور په تور نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت مسوولانو ویلي چې د دغه وزارت امنیتي منسوبینو په کابل کې د ټابلېټK د پلور او قاچاق په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه پاکستانیان چې خور او ورور دي، نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولانو ویلي چې د دغه وزارت امنیتي منسوبینو په کابل کې د ټابلېټK د پلور او قاچاق په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه پاکستانیان چې خور او ورور دي، نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن پر ټویټر لیکلي چې پکتیا کې پر منصوري او هلمند کې پر عزم قول اوردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.
رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبلسراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګپال اندېښمن کړي دي. پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شبروز سلاموطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼشمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غورهوالی ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې ناسته کې له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوايي حریم له نقض څخه لاس واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې د تېر یوه کال پرمهال افغانستان کې د هېڅ خبریال د وژنې پېښه نه ده ثبت شوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې له شوي ځانمرګي برید وروسته نن ماښام د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده.
یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس پهکې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
دا پېښه بېګاه د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالي په بایقیزي سیمه کې شوې ده.
په خواجهسبزپوش ولسوالي کې سرچینې وايي چې یاد ځوان خلیفه خالدار نومېده او د عبدالخلیل زوی و.
په دغه تصویر کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، لیدل کېږي چې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري د رییسالوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره څنګ په څنګ ناست دی.
هرات کې ولسې سرچینې وايي چې د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري نن غرمه مهال په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.
مجیبالرحمن انصاري ته نږدې کسان او ولسي سرچینې دې چاودنه کې د نوموړي وژنه تاییدوي. په همدې حال کې د هرات د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې د مجیبالرحمن انصاري وژنه تایید کړې ده.
د ا.ا د استخباراتو مسوولانو ویلي چې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش یو مهم غړی یې وژلی دی.
د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن له افغانستانه د امریکا او د متحدانو د وتلو لومړنۍ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نړیواله ټولنې دې د افغانستان پروړاندې معقول سیاست غوره کړي.
تېر کال د وږي میاشتې په نهمه، له افغانستانه وروستی امریکايي سرتېری ووت.
د روزګان محلي مسوولان وايي چې یوه ملکي وګړي د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې د اسلامي امارت پر غړیو ډزې کړي چې له کبله یې د ا.ا دوه غړي وژل شوي او دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون