
کابل کې پر هوايي ډګر او د مزاري پر تلینغونډې د راکېټي بریدونو عاملان ونیول شول
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د حقاني شبکې او داعش ډلې پنځهکسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د حقاني شبکې او داعش ډلې پنځهکسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د دوحې هوکړه د سولې راتلو په برخه کې ګټوره نه وه او په هېواد کې یې جګړه او وینه تویېدنه ونه دروله. دا هوکړه نږدې یو کال مخکې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ لاسلیک شوه.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمتالله اندړ نن رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوحې هوکړې په لاسلیکولو کې له افغان حکومت سره لازمې مشورې نه دي شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري او مالي فساد په تور يې د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي نيولي دي.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان يې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست پولیسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیولي.

کورنيو چارو وزير محمدمسعود اندرابي وايي، ۱۳۵د لويو لارو مسوولان او ۵۱ د کابل د امنيتي دروازو کارکوونکي يې د باج اخيستو له کبله د شکایتونو له مخې له دندو ګوښه کړي دي.

د امريکا دفاع وزیر لوېډ سټین پرون په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د تاوتریخوالي په کمولو پورې تړاو لري.

د امریکا ولسمشر وايي چې دولت یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د روان ډیپلوماټیک بهیر بشپړ ملاتړ کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن چې پرون په انلاین ډول د مونیخ په امنیتي غونډه کې خبرې کولې وویل، دا چې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې د افغانستان نه بدلېدو او د امریکا، د متحدانو او د هغو د ګټو پر وړاندې د ګواښ نه موجودیت په اړه د ډاډ ترلاسه کېدو پر موضوع به ودرېږي.

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.
د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې تر اوسه له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو اېستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په برخه کې فعاله ډیپلوماسي کاروي، څو دغه بهیر بریا ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان او روسیې د ګډو ګټو پر ضد بللې دي. دغه وزارت وايي، د کابلوف ځینې څرګندونې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره برابرې نه دي او د «ملګري او همکار» هېواد روسیې له رسمي خبرپاڼو سره په تناقض کې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې، یاد هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې، سلا مشورې او تجهیز ته دوام ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

وروسته له هغې چې د نړیوالو پر وړاندې د افغان حکومت د باور له لاسه ورکولو اندېښنې راپورته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني نن ۲۰۲۰ کال کې د جنيوا کنفرانس د شویو ژمنو د پلي کېدو په اړه ورکشاپ کې وویل، افغان دولت ښه وضعیت کې دی.
ولسمشر وویل، دولت اوس داسې حالت کې دی چې په باور سره راتلونکي لپاره کار کولی شي او د تلپاتې سولې لپاره ملي اجماع په فعالې ډیپلوماسۍ…

سرچینې وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علياباد روغتون پر سړک شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون د یوه استاد په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين له کبله شوې او د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان مبشر مسلمیار او یو بل کس وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د دفاع وزیرانو عمومي ناسته کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه وویل، نړیوال ځواکونه افغانستان ته يوځای راغلي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې له امريکا او خپلو متحدانو سره په ګډه د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او که نه.

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بېپيلوټه الوتکو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
مارشال عبدالرشید دوستم چې نن يې شبرغان کې د امیر عليشېر نوايي او ظهیرالدین محمدبابر…