
ولسي جرګه: د امنیتي وضعیت په اړه د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده
د ولسي جرګې یوشمېرغړي د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د روانې جګړې او د امنیتي وضعیت په مدیریت کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر کړنو نیوکه کوي او وايي، حکومت باید هرڅه ژر د دغه وضعیت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي. د ولسي جرګې غړي په دې برخه کې د حکومت پټه خوله پاتې کېدل د پوښتنې وړ بولي.













