جګړې د وطن د میندو زړونه اوبه کړي؛ نور سوله غواړي

د جګړې د ګردونو او د وسلو د باروتو په منځ کې د جوزجان د ولسوالیو پر لور روان وم. کوچني ماشومان له جګړې پاتې او ویجاړو دېوالونو ترمنځ د خپلو پلرونو راتلو ته شېبې شمېرې او د هغو د لیدو لپاره په هر موټر پسې منډې وهي.
د ماشومانو لوڅې پښې او مایوسې څېرې او خپلو ځامنو ته په تمه میندې د هر انسان زړه ټوټه ټوټه کوي. زه هغو کورونو ته ورغلم چې جګړې یې له ماشومانو د پلار مینه او له میندو هم د خبرو کولو وسه اخیستې ده.

هرات؛ په دوو میاشتو کې ۲۴ ملکیان وژل شوي او ۵۱ ټپیان دي

په هرات کې د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډلې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لیندۍ او مرغومي میاشتو کې د دولت او طالبانو ترمنځ په مخامخ نښتو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.
د دغو شمېرو له مخې، په داسې حال کې چې د همدغه کال په تلې او لړم میاشتو کې د نښتو پر مهال یوازې ۱۰ ملکیان وژل شوي وو.

د پولیسو هېڅ مسوول پر ټولنیزو رسنیو د تصویر خپرولو حق نه لري

کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو هېڅ مسوول حق نه لري چې خپل تصویر پر ټولنیزو رسنیو خپور کړي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا موضوع پر خپلې ټویټرپاڼې خپره کړې او لیکلي یې دي چې د هر امنیتي مسوول له لوري ځانته کېدونکي تبلیغات د پوښتنو ګرېوګنو عواقب له ځان سره لري.

زابل کې طالبانو ۵ پوليس وژلي او ۶ يې ټپيان کړي

د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي چې له کبله يې ۵ پوليس وژل شوي.

بغلان او نيمروز کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي

په بغلان او نيمروز ولايتونو کې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان دي.

نيمروز کې يوه سرچينه  چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د چخانسور ولسوالۍ « هليلی» سيمه کې پر يوې پوستې ډله‌ييز بريد کړی چې له کبله يې ۶ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او همداراز طالبانو د پوستې ټول تجهيزات له ځانه سره وړي دي.

هرات کې ناپېژنده وسله‌والو د پوځ ۳ سرتېري وژلي

د هرات امنیتي او روغتیايي مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر رېنجرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې یاده پېښه نن سهار ۷ بجې د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو یوه رېنجره له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

کندوز او بغلان کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۸ کسان وژل شوي

په کندوز او بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په کندوز کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي ۱۲:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د دشت‌ارچي ولسوالي په «تپه بیست‌وپنج» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.

هرات کې د انسان‌تښتوونکيو ۱۲ کسيزه ډله ونيول شوه؛ ۴ تښتول شوي کسان خوشې شول

د هرات محلي چارواکي او امنيتي مسوولان وايي، د انسان‌تښتوونکيو يوه ۱۲ کسيزه ډله يې نيولې او له دې ډلې يې ۴ تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي کورنيو ته د ۴ خوشې شويو کسانو د تسليمۍ پر مهال وويل، دغه څلور کسان نن د انجيل ولسوالۍ «امام شش نور» سيمه کې د ملي امنيت او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکيو له منګولو ازاد شوي دي.

پکتیا کې د ۲ سرتېرو په وژل کېدو د یوې کورنۍ ۱۳ غړي بې‌سرپرسته شول

د پکتيا مرکز ګردېز کې يوه کورنۍ وايي، شپږ مياشتې وړاندې يې يو زوی او څلور ورځې وړاندې يې بل زوی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ووژل شول. دغه وژل شوي سرتېري باسط او عبدالمالک نومېدل.

د وژل شويو سرتېرو ماشومان ژاړي، له خپل نیکه چاپېر دي، څیرې جامې یې پر تن دي او د خپلو وژل شويو پلرونو راتګ ته شېبې شماري.

طالبانو په بغلان کې ۱۲ سرتېري وژلي

په بغلان کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
دغو محلي او امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار اړوند د بغلان‌-سمنګان او بغلان‌-‌کندوز پر لویو لارو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲ ټپیان دي او ۲ نور هم ورک دي.

صالح: نیول شوي طالبان بايد اعدام شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په لویو ښارونو کې د ترور کچې د لوړېدو مهم لامل دا دی چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حال کې بښل کېږي او د خپلو کړنو سزا نه ویني.

امرالله صالح واي، د دې ستونزې یوه اساسي حل لاره د یو شمېر نیول شویو اعدامول دي، تر څو پاتې نور ترې عبرت واخلي.

فاریاب؛ تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې

فاریاب ولايت کې په تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې شوې دي. د ياد ولايت امنیتي مسوولان وايي، طالبانو دې ولايت کې په دې وروستيو کې موټربم بريدونه ډېر کړي دي.

د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش سلام‌وطندار ته وايي، په تېرو دوه میاشو کې ۳ موټربمونو ته طالبانو چاودنې ورکړي او ۴ نور يې موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوي او الوځول شوي دي.

کابل ښار کې ۲ نجونې چې له مشهورو کسانو به یې باج اخيسته، ونيول شوې

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د درېيمې حوزې پوليسو هغه دوې نجونې ونيولې چې د مفشنو جامو په اغوستلو سره به يې له نېکو او مشهور کسانو باج اخيسته.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دغه دوه نجونې د شپږنيمو بجو د غونډو د لارښوونې له مخې نيول شوې دي.

کابل کې وسله‌والو کسانو دوه ښځینه قاضیانې ترور کړې

سترې محکمې تاييد کړه چې نن سهار کابل ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ښځينه قاضيانې ترور کړې دي.

د سترې محکې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رييس او وياند احمد فهیم قویم سلام‌وطندار ته وايي، په دې پېښه کې دوه ښځينه قاضيانې وژل شوي او موټرچلوونکی يې ټپي شوی دی.