
سرچینه: تخار کې مېشت کومانډو ځواکونو پر طالبانو یو برید هم نه دی کړی
که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.

که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.

د طالب ډلې مشر هبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د روانې جګړې سیاسي حل غواړي او له هر هغه فرصت نه په ګټه واخلي چې هېواد کې د اسلامي نظام او د سولې او امنیت راتلو لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د خبرواترو له لارې د مسلې حل ته ژمن دي، خو په خبره یې، مقابل لوري یې وخت تېروي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تخار مرکز په تالقان ښار کې سختې جګړې روانې دي چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مسوولان د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او حساس بولي او وايي، که څه هم افغانستان کې جګړه له خلکو څخه قرباني اخلي، خو د دغې جګړې عوامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.

په کندهار کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ سختې جګړې او د ګڼو ولسوالیو له سقوط وروسته نن د کندهار والي روحالله خانزاده په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، له تېرو ۱۸ کالو راهیسې دغه ولایت کې امنیتي ادارې په قومونو پوري تړلي وې او لاهم تړلي دي.

د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې چې له څو میاشتو راهیسې ځنډېدلې وې، نن یوځل بیا د افغانستان د حکومت پلاوي او وسلهوالو طالبانو ترمنځ دغه خبرې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پيل شوې.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظلله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.

هغه مکتوب چې سلاموطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمدخالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي د کندهار اړوند په سپین بولدک ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبدالطیف روستایي سلاموطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز کې ۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي. روستایي وایي چې درې واړه وژل شوي نارینه دي او په ټپیانو کې بیا ۹مېرمنې، ۷ماشومان هم شامل دي.

په بلخ ولایت کې د سولې په بهیر کې د ښځو اېتلاف له لوري د تلپاتي اوربند په موخه له ټول افغانستان څخه ۵سوه زره لاسلیکونه راټول شوي دي.

د بادغیس والي حسامالدین شمس سلاموطندار ته وایي چې د دغه ولایت د سپین ږیرو او مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو سره تر ناملعومې نیټې پورې اوربند کړی دی. نوموړی وایي چې ۱۰ مخورو او قومي مشرانو د دغه اوربند په منځګړیتوب کې برخه درلوده.

د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خدمتونو د وړاندې د څرنګوالي په اړه اندېښنې سره وایي چې د دغې ډلې له لوري د ولسوالیو نیولو سره، په دغو سیمو کې د ملکي خدمتونو چارې په ټپه درېدلي دي.

د هاګ نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او د بیان ازادۍ رپوټر د افغانستان بانک او د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د پخواني کارکوونکي یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي. یما سیاووش د افغانستان بانک پخوانی کارکوونکی و چې تیرکال د یوه نښلونکي ماین چاودنې له امله چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای کړای شوی و، ووژل شو.

د سولې بین الافغاني خبرو لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري نن کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل چې طالب ډلې افغان دولت ته د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی دی. د نادري په وینا، طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه، د دې ډلې د نوم د اېستلو غوښتنه کوي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوامدارې جګړې له کبله د بشري حقونو د نقض په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ دي.