د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو او د هرات هوايي ډګر طالبانو ته پرېښودل شول

د هرات د ولایتي شورا غړی غلام‌حبیب هاشمي وايي، د ملاحیدر په مشري د طالبانو استازو نن له غرمې مخکې په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین، محمداسماعیل خان، د هرات والي او نورو چارواکو سره غونډه جوړه کړې ده. هاشمي وايي، یاده ناسته د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي په منځګړتوب جوړه شوې وه.

طالبانو له پرون راهیسې د پنځو ولایتونو مرکزونه نیولي

سلام‌وطندار ته ځینو سرچینو منلې چې طالبانو له پرون راهیسې د هرات، بادغیس، غور، هلمند او کندهار مرکزونه نیولي دي.
دولتي چارواکو تر اوسه د دغو ښارونو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د سرچینو په وینا، د دغو ښارونو له ډلې ډېری یې له جګړې پرته طالبانو ته خوشې شوي یا هم په لاس ورکړل شوي دي. طالبانو هم ویلي چې د زمري میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې یې د هېواد د پنځلس ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

افغان خبریالان د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ځوانانو، په ځانګړې توګه د ځوانو خبریالانو نړیواله ورځ چې د یوشمېر ولایتونو خبریالانو هم په‌کې ګډون کړی و، ونمانځله.
دغه خبریالان د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، د حکومت د جدي پام غوښتنه کوي.

طالبان دې له جګړې لاس واخلي

یوشمېر ځوانانو او مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ جوړ شوي نندارتون کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته مخه کړي.
د دغه نندارتون جوړوونکو له طالبانو وغوښتل چې له جنګي جنایتونو لاس واخلي.

عمران خان: تر هغه چې ولسمشر غني په واک کې وي، طالبان سوله نه کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران ‌خان وايي، تر هغه چې ولسمشر محمداشرف غني په واک کې وی، طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.
هغه دا خبرې تېره ورځ په اسلام‌اباد کې له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

د غزني را تښتېدلی والي په میدان ښار کې ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د کورني امنیت پولیسو د غزني والي او د هغه مرستیال د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې نیولي دي.
نن سهار پر ټولنیزو رسنیو د غزني د والي داوود لغماني داسې تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول چې ښيي وسله‌والو طالبانو د غزني‌ـ‌میدان وردګ پر لویه لاره د داوود لغماني امنیت نیولی او له یاد ولایت نه یې د کابل پر لور ملتیا کوي.

د فراه والي او ښاروال له ۱۰۰ سرتېرو او پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي

په ولسي جرګه کې د فراه استازي همایون شهیدزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي مسعود بختور او ښاروال بېګاه له شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو او ولسي پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي او ورسره هم‌مهاله د ملي اردو دویمه لوا چې له دوو ورځو راهیسې کلابنده وه، د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

خراساني په پنجشېر کې د طالبانو تر بیرغ لاندې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی

د پنجشېر د عنابه ولسوالي د تاواخ سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د نامسووله وسله‌والو د یوې ډلې مشر حمید خراساني بېګاه په یاده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.
دوی وايي، حمید خراساني داسې مهال پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې د طالبانو بیرغ ورسره و.

کابل کې د ولایتونو بې‌ځایه شوي د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي

په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. دغه بې‌ځایه شوي چې ډېر‌شمېر یې کابل ته راغلي اوس مهال د دغه ښار په سرای شمالي او نوي ښار سیمو کې په خراب وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

عمرخوړلی عبدالمالک چې جګړې ړوند او بیا بې‌کوره کړ

عمرخوړلی عبدالمالک چې څېرې یې له غم او درده ګونځې کړي او جګړې له کندوزه کابل ته را کډه کړی وايي، څه موده وړاندې یې پر کور یو ړوند راکېټ ولګېد چې له کبله یې سترګې ړندې او کور یې هم ویجاړ شو. عبدالمالک اوس له کورنۍ سره د کابل په سرای‌شمالي کې د سړک پر سر اوسېږي او له درد او بې‌وسۍ ډکې شپې او ورځې تېروي.

بایډن: افغان امنیتي ځواکونه باید د ځان او ملت لپاره وجنګېږي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې لاهم د وضعیت بدلون او د طالبانو د ماتولو شونتیا شته او د دغه هېواد مشران باید یو موټی شي او افغان امنیتي ځواکونه باید د خپل ځان او ملت لپاره جګړه وکړي. جو بایډن وویل چې افغانستان جدي دفاع وزیر لري او د طالبانو په پرتله د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر دی.

صالح: بې‌ځایه شوې کورنۍ به د کابل په جوماتونو کې ځای پرځای شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د جګړې له کبله کابل ته را کډه شوي، په جوماتونو کې ځای پرځای شي. هغه نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د حج او اوقافو وزیر ته یې لارښوونه کړې، څو د جوماتونو دروازې د یادو کورنیو لپاره پرانېزي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی

په بدخشان ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د بدخشان کشم او فرخار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار نیولی دی. په همدې حال کې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د مرکز له نیولو وروسته د بدخشان ولایت زندان هم نیولی او ټول بندیان یې ترې ازاد کړي دي.