د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سبا پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی سبا چهارشنبه اسلام‌اباد ته سفر کوي. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ په اړه هم بحث او خبرې وشي. د دغه پلاوي په جوړښت کې د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم شامل دي.

خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا نوي استازي اروپا او اسیا ته خپل سفر پیل کړ

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره د دغه وزارت نوي ځانګړي استازي توماس وسټ، اسیا او اروپا ته خپل لومړی سفر پیل کړی دی. توماس وسټ هم په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې په خپل دغه سفر کې به د امریکا له شریکانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

مدني فعالان د هدفي وژنو له دوام څخه اندېښنه څرګندوي

یو‌شمېر مدني فعالان د هېواد په کچه په وروستیو اوونیو کې د هدفي بریدونو او د مدني فعالانو له دوامداره وژنو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې له جدي ګواښ سره مخ دي او ټينګار کوي چې هېڅ بنسټ او اداره یې وضعیت ته پاملرنه نه کوي او د روان وضعیت دوام او د ګواښونو شتون به د دوی غږ غلی کړي.

امریکا په افغانستان کې خپل پاتې نظامي تجهیزات ارزوي

د افغانستان د بیارغونې پلټونکې اداره یا سیګار وايي چې د امریکا دفاع وزارت خپل هغه نظامي تجهیزات ارزوي چې د افغانستان په واک کې یې ورکړي وو.
سیګار په یوه راپور کې لیکلي چې دا ارزونه د هغو احتمالي تجهیزاتو شمېر، ډول او ارزښت په بر کې نیسي چې د نظام له ړنګېدو مخکې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاتې وو.

د رسنیو مسوولانو د خبریالانو پر ځای د خپلې کورنۍ غړي له افغانستانه اېستلي

د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خبریالانو هڅه وکړه چې د ځان خوندیتوب په موخه له هېواده ووځي. د خبریالانو پر وړاندې رامنځ ته شوي خراب وضعیت ته په کتو، ګن‌شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو د افغان خبریالانو لپاره د تخلیې فرصتونه برابر کړل.

لوګر کې د بې اسناده موټرو پر ګرځېدا دې بندیز ولګول شي

د لوګر ولایت اوسېدونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په لوګر ولایت کې د بې اسناده او یو کیلي موټرو په ګرځېدو بندیز ولګوي. دوی د بې اسناده موټرو له ګرځېدو په نیوکې سره وايي چې تر ډېره امنیتي او جنايي پېښې د همدې موټرو په وسیله تر سره کېږي.

پر سردار محمد داوود خان روغتون برید کې د کابل قول‌اردو قومندان وژل شوی

فرانس‌پرس خبري اژانس د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د داعش ډلې په پروني وسله‌وال برید کې د کابل د قول‌اردو قومندان هم وژل شوی دی. فرانس‌پرس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په دغه برید کې د حمدالله مخلص په نوم د دوی یو پوځي قومندان له وسله‌والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

کابل کې غبرګې چاودنې؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپیان دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلار کریمي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې د دغو چاودنو د تایید ترڅنګ، ویلي چې لومړنۍ چاودنه د سردار داوودخان روغتون مخې ته د ملکیانو په منځ کې او بله هم روغتون ته نږدې شوې ده.
دا چاودنې چې ډول یې لا هم نه دی معلوم، نن ماسپښین وشوې. بلال کریمي وايي، چاودنې مرګ‌ژوبله لري، خو تر اوسه یې کره شمېرې نه لري.

د خوراکي توکو له لوړې بیې د پلازمېنې د اوسېدونکو نیوکې

 که څه هم په مخکیني حکومت کې به د ژمي پر مهال د هېواد په بازارونو کې د سوند توکو ترڅنګ، د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړېدې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي چې ګڼ‌شمېر خلک یې د اخیستو وس نه لري. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د توکو بیې راټيتې کړي.

خبریالان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي

یو‌شمېر خبریالان وايي، پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره خپل رسنیزو فعالیتونو ته په اندېښنه کې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی زیاتوي چې څوک ورته پام نه کوي او که ملاتړ ورڅخه ونه شي، اړ دي چې خپل مسلک پرېږدي. خبریال سید معروف سعیدي وايي، د رسنیو وضعیت ناهیلی کوونکی دی او که چېرته دوام وکړي، رسنۍ به له فعالیت څخه ولوېږي او په هېواد کې به اطلاع رسونه له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

بامیانو کې ښځو د بې‌وزلۍ او زده‌کړو په اړه لاریون کړی

په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یو‌شمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او  ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .