
طالبانو جوزجان کې د «۱۳۰واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو په تور یو کس نیولی
په جوزجان کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري د « ۱۳۰ واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو او غلا په تور پنځه کسان نیول شوې دي. د جوزجان ولایت یوشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستايي او هغه د جنايي جرمونو په راکمولو کې ګټور بولي.














