د روزګان مرکز ترینکوټ کې د یوې ښځې جسد موندل شوی

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې پرون دوشنبه د وري ۲۸مه د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښځې په ډزو وژل شوې او جسد یې د ترینکوټ ښار اړوند د «پیروشي» نومې سیمه کې پیدا شوی دی.

ا.ا د سیمې څه باندې لسو هېوادونو ته خپل نوي ډيپلوماټان لېږلي

د سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا لپاره د هڅو پر دوام، د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي، د اوسني حکومت بهرنیو چارو وزارت سره د مخکیني حکومت د ډيپلوماټانو د فعالیت او همغږۍ ترڅنګ، ا.ا تراوسه د سیمې تر لسو زیاتو هېوادونو ته نوي ډيپلوماټان او سفیران لېږلې دي.

د م.م فعالیت ځنډېدو په اړه اندېښنې؛ عامې روغتیا وزارت: نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو

له تېرو نږدې دوو اوونیو راهیسې افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي له امله د ا.ا او ملګروملتونو ترمنځ اختلافات لامل شوي چې هېواد کې د یاد سازمان د فعالیتونو ځنډېدو په اړه اندېښنې ډېرې شي. دا داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت یوازې ۳ سلنه روغتیايي خدمات هېوادوالو ته وړاندې کوي.

د سمرقند غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون؛ ا.ا: اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی

ا.ا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته په غبرګون کې ویلي، اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی او ولسي ملاتړ له ځان سره لري.

د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

پکتیکا کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان وژل شوي

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلام‌وطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي د «پاینده‌خېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی

فاریاب ولایت کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې یوه کس خپل ورور وژلی دی. پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د پشتون‌کوټ ولسوالي «ګلیم‌باف» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، د سیدعبدالله په نوک کس چې څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، جسد یې د پشتون‌کوټ ولسوالي «چهارتوت» کلي کې د یوه پلچک لاندې پیدا شوی دی.

د سمرقند ناستې ګډه خبرپاڼه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۵مه، جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌سایټ خپره شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دولتي ادارو کې د متقاعدینو او معلولانو ګومارنه له غبرګونونو سره مخ شوې

د ا.ا حکومت په تازه‌ګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو  کې به یې پر دندو وګوماري.

خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوه‌ګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یو‌شمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ متقي ازبکستان ته ورسېد

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن پنج‌شنبه د وري ۲۴مه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی. د اسلامي امارت حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي و چې د دوی له ګډون پرته به د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې بې‌پایلې وي.

د ښځو کار مخنیوي ته غبرګونونه؛ ا.ا: ټول اړخونه باید دې پرېکړې ته درناوی ولري

د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي په غبرګون کې دغه سازمان تازه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، ا.ا دوی اړ باسي چې یا افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، یا د دغه سازمان د قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي. د ملګروملتونو ویناپاڼه کې دغه دوه ټاکنې وحشت‌ناکه بلل شوي او ا.ا یې د پایلو مسوول یاد کړی دی.

د سیمې هېوادونو ته د توماس وېسټ تازه سفرونه؛ شنونکي: بې‌پایلې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي. له دې سره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي فعال محمدبشار بیا وايي، امریکا اسلامي امارت سره د مثبت تعامل لپاره اراده نه‌لري.

د ترور شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.

غزني کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشوم وژل شوي

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د دغه ولایت د ناور ولسوالي په «ګلزار برجګي» کلي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوه هلک او یوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.