Asset 1SWN

ا.ا د سیمې څه باندې لسو هېوادونو ته خپل نوي ډيپلوماټان لېږلي

14011209100334288271440010

د سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا لپاره د هڅو پر دوام، د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي، د اوسني حکومت بهرنیو چارو وزارت سره د مخکیني حکومت د ډيپلوماټانو د فعالیت او همغږۍ ترڅنګ، ا.ا تراوسه د سیمې تر لسو زیاتو هېوادونو ته نوي ډيپلوماټان او سفیران لېږلې دي.

د بلال کریمي په وینا، د سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا لپاره د ا.ا هڅې روانې دي. هغه زیاته کړه چې دا مهال نږدې ۱۵ هېوادونو کې د ا.ا نوي ګومارل شوي ډيپلوماټان دغو هېوادونو کې د قونسلګرۍ چارې پر مخ وړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «یو سفارخونې او نمایندګۍ دي چې د مخکینۍ ادارې ډيپلوماټان هلته پاتې دي او د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د قونسلګرۍ چارې مخته وړي او بله برخه دا ده چې څه باندې لس هېوادونه او نږدې ۱۵ هېوادونه دي چې هلته نوي ډيپلوماټان ګومارل شوي دي.»

دا په داسې مهال دی چې ترواسه هېڅ هېواد افغانستان کې د ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د سیمې هېوادونه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له امله د افغانستان سیاسي استازولۍ ا.ا ته سپاري.

هغه وویل: «د سیمې هېوادونه ا.ا حکومت ته قونسلګرۍ ورسپاري. د دې لپاره چې سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دېری برخو کې دغه هېوادونه لېوالتیا لري. کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي او کابل کې د دولت همکارۍ ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې، سیاسي فعال ویس ناصري وویل، د سیمې هېوادونه او نړیوال اسلامي امارت سره د اړتیا پر اساس عملي اړیکې لري او هېڅ هېواد به اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.

هغه وویل: «نړیوالو اړیکو او ډيپلوماسۍ کې دوه ډوله شناخت دی چې یو ډي‌فکټو او بل یې ډي‌جوري دی. ډي‌فکټو د هېوادونو ترمنځ عملي اړیکه ده چې یوه حیاتي اړیکه ده. ډي‌جور بیا د نړیوالو اړیکو له مخې قانوني ده. که څه هم قونسلګرۍ او سفارت‌خونې چې ورکړي، ودانۍ یې ارزښت نه‌لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې د اسلامي امارت واکمنېدو څخه نژدې دوه کاله تیریږي، خو هېواد کې د بشري حقونو نه‌رعایت کېدو او د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدو په دلیل، د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام