
فاریاب کې چاودنه؛ درې کسان وژل شوي او درې ټپیان دي
فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پولهساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پولهساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت اړوند د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان یې «یکشنبه د غبرګولي ۱۴»مه یاد ولایت ته لېږل شوی دی.
دغه موټر د ګزمې، له پولیو د ساتنې او د پولهساته ځواکونو د ستونزو حل په موخه د هرات ۲۰۷ الفاروق قولاردو ته سپارل شوي دي. په ورته مهال د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف امین ځاځی وايي، د پولیو ساتنه د ملي دفاع وزارت مسوولیت دی او په وینا یې، دا یې باید لومړیتوب وي.

اسلامي امارت د تخار دشتقلعه ولسوالي ته د پاکستاني طالبانو د ۳۲۰ غړیو لېږد په اړه خپاره شوي راپورونه بېبنسټه بللي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي، یوازې هغه پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې ډیورنډ فرضي کرښه کې د شتون په اړه اندېښنه لري.

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
دوی په دې خبرپاڼه کې چې د مغولستان په پلازمېنې اولانباتور ښار کې له دوهورځنۍ غونډې وروسته یې خپره کړې، لیکلي چې افغان ښځې باید رښتینی، بشپړ، برابر او خوندي ګډون ولري.

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلاموطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼشمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.

د «۳۱۳ مرکزي» قولاردو مرستیال امینالله طیب سلاموطندار ته ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي. د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه «چکپواینټونه» ډېر شوي او د اختر پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

د سلاموطندار له لوري د را ټولو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ترور او وژنو پېښې زیاتې شوي او ټولیزې رسنۍ یې هره ورځ یو یا تر هغه زیات خبرونه خپروي. د دغو پېښو له ډلې تازه هغه یې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې کارکوونکې بيبي زهرا وژل کېدل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو چې له تېرې پنجشبې ورځې راهیسې په افغانستان کې دی، د ا.ا له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي دي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون چهارشنبه د جون ۲۱مه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه وکړه.
دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا افغانستان کې د تېرو درېيو مياشتو پر مهال د يوناما موندنو په اړه راپور وړاندې کړ.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه د افغانستان حقوقي-اداري جوړښت څخه څنډې ته کړل شوي او حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی خورا محدود شوی او ځینو برخو کې لهمنځه تللی دی. په ورته مهال د افغانستان محکمو د تاوتریخوالي دیوان چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو اړوند قضیو ته به یې رسېدنه کوله هم لهمنځه تللی دی.