
کندهار کې پر ۶۰۰ جریبه ځمکه له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته کمپ جوړېږي
د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو ته یې د یوه کمپ جوړېدو لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو ته یې د یوه کمپ جوړېدو لپاره ۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ایران او پاکستان پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو لپاره له دغو هېوادونو د افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د تلې ۱۹مه بلخ کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د پرانېستلو پر مهال کړې دي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د هرات زلزلهځپلیو ته به په اساسي او معیاري توګه د هستوګنې کورونه جوړ کړي.
عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزلهځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې هرات کې د شوې زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سوداګر او شتمن دې هرات کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.
نوموړي چې نن یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله پر سوداګرو او شتمنو غږ وکړ چې د هرات زندهجان ولسوالي کې دې له زلزله ځپلیو سره خپلې مرستې ونهسپموي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې فلسطین کې د یوه خپلواک هېواد لپاره د دغه هېواد له مقاومت او دفاع څخه ملاتړ کوي.
دغه وزارت پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې ا.ا د فلسطینیانو د یوه خپلواک هېواد د لرلو لپاره د دغه هېواد له قانوني او تاریخي مقاومت څخه ملاتړ کوي.

اسپانیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.
دغه سفارت جمعه د تلې ۱۴مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې اسپانیا کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په تعامل کې دی.

په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه سفارت د تلې په دیارلسمه، د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د سفارت د کډوالۍ او کونسلۍ چارو یوه ګډ پلاوي د اسلاماباد د پولیسو له عمومي قوماندان اکبر نصیرخان سره کتلي دي.

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د سپینبولدکـچمن دروازه کې د تېرې ورځې نښته لومړی د پاکستانیو ځواکونو له لوري پیل شوې ده.
هغه که څه هم په دې نښته کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره شمېرې نه ښيي، خو زیاتوي چې دواړو خواوو ته یوشمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ښوونکې نړیوالې ورځې سره رارسېدو سره هممهاله یوشمېر ښوونکي وايي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او حکومت ورته هېڅراز پام نه دی کړی.

د تېرو درېوو کلونو پر مهال هېواد کې د ښځو د ۱۷۳وژنو او ځانوژنو پېښو په اړه د سلاموطندار موندنې ښيي چې د ځانوژنې او وژنو دغه ډول پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.
عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یوشمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې افغانان دې هېواد کې پر روان وضعیت شکر وباسي.
نوموړي نن پنجشنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو د څوارلسمې دورې په فراغتغونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او خلک دې شکر وباسي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د څوارلسمې دورې په فراغتغونډه کې وکړې.

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفرازاحمد بګټي د سهشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغانانو تور پورې کړی چې د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت کې لاس لري. هغه ادعا کړې چې د روان زېږدیز کال له جنوري مياشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ هغو کې یې د افغانستان وګړو لاس درلود.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې له ا.ا سره د دغه هېواد د اړیکو عادي کېدل او په رسمیت پیژندل ګران کار دی او په وینا یې، ا.ا باید پر خپلو ژمنو ودرېږي. جان کربي وايي، امریکا هڅه کوي چې ا.ا د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.