د هبت‌الله اخوند‌زاده تازه سپارښتنه؛ ستره محکمه: حد او قصاص هرومرو عملي کوو

په تازه‌ګۍ سره د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې مشر یې هبت‌الله اخندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص جاري کړي. د اسلامي امارت د مشر له سپارښتنه وروسته د سترې محکمې مسوولانو وايي چې د دغه سپارښتنه بشپړ عملي‌کېدو ته چمتووالی لري.

متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن؛ ا.ا: ډیپلوماټیکې هڅې بې‌پایلې وې

په همدې حال کې یوې بلې افغانې ماشومې هم په یوه ویډیو کې ویلي چې د پاکستاني پولیسو له لوري له کورنۍ سره یوځای بندي شوې او دوه میاشتې یې په بندخونه کې تېرې کړې دي. دا نجلۍ وايي چې پاکستاني پوځیانو لوټ کړي، جامې، پیسې او نور هرڅه یې ترې اخیستې دي.

کندوز کې د غلو له‌خوا د یوې خیاطۍ لوټل؛ خیاط ځان وژلی

کندوز کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د محي‌الدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې. د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.

افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ ماشومان وژل شوي

بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځوکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.

د بي‌‌بي‌سي‌ د انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ د بریټانیا حکومت افغانستان کې د وژل شویو ۶۴ ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی، خو دغه هېواد د ۱۶ ماشومانو وژنه تایید کړې ده.

ناپېژنده کسانو سرپُل کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وژلې

د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده. د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز  د ناحیه‌دشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده. نظري زیاته کړې، د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

کابل کې د معترضانو نیول کېدل؛ مجاهد: بهرنۍ کړۍ د معترضو ښځو تر شا دي

د تېرې پنجشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت ځواکونو په‎ کابل کې یوه معترضه ظریفه یعقوبي له څلور نورو هلکانو سره هغه مهال نیولې چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي. سره له دې چې د هغوی له نیول کېدو درې ورځې تېرېږي، خو لا یې هم د وضعیت په اړه معلومات نشته.

رییسي بایډن ته: ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شو او امریکا ته به سر ټیټ نه کړي

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییس د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ایران د ازادېدو په اړه خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
هغه نن جمعه په دغه هېواد کې د زده‌کوونکي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شوی دی.