Asset 1SWN

افغانستان اوو میاشتو کې د ۱۰۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي

Fruits-1000x600

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې افغانستان د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د یو میلیارډ او ۸۵میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته بېلابېل توکي صادر کړي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه‌شنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه همداراز ویلي، افغانستان تېر ۱۴۰۰ کال کې یوازې د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته توکي صادر کړي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد معاونیت د اټکل له مخې، که بهر ته د افغانستان صادرات همداسې روان وي، د سږني کال تر پایه به بهر ته د افغانستان د توکي ارزښت به دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېږي.

په همدې حال کې د اقتصادي معاونیت نورو هېوادونو ته د صادراتو د کچې لوړوالی د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې یوه ستره لاسته‌راوړنه بللې ده.

د اقتصادي معاونیت د مسوولانو په وینا، هېواد کې د پانګونې لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شوی او هڅه کوي چې پانګوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

افغانستان خپل ۹۷سلنه صادرات پاکستان، ایران، هند، چین، تاجکستان، سعودي عربستان، عربي‌ متحده امارات، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، عراق او پاتې درې سلنه صادرات د نړۍ نورو هېوادونو ته کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د افغانستان په صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، د ډبرو سکاره، طبي بوټي او نور توکي شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام