
د امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام په اړه د ناټو له پرېکړې د ارګ هرکلی
ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې، یاد هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې، سلا مشورې او تجهیز ته دوام ورکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې، یاد هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې، سلا مشورې او تجهیز ته دوام ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

وروسته له هغې چې د نړیوالو پر وړاندې د افغان حکومت د باور له لاسه ورکولو اندېښنې راپورته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني نن ۲۰۲۰ کال کې د جنيوا کنفرانس د شویو ژمنو د پلي کېدو په اړه ورکشاپ کې وویل، افغان دولت ښه وضعیت کې دی.
ولسمشر وویل، دولت اوس داسې حالت کې دی چې په باور سره راتلونکي لپاره کار کولی شي او د تلپاتې سولې لپاره ملي اجماع په فعالې ډیپلوماسۍ…

سرچینې وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علياباد روغتون پر سړک شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون د یوه استاد په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين له کبله شوې او د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادان مبشر مسلمیار او یو بل کس وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دې سازمان د دفاع وزیرانو عمومي ناسته کې چې په انلاین بڼه جوړه شوې وه وویل، نړیوال ځواکونه افغانستان ته يوځای راغلي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې له امريکا او خپلو متحدانو سره په ګډه د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او که نه.

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستيال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د تاوتريخوالي ډېروالي لپاره نويو جنګي تجهیزاتو او بېپيلوټه الوتکو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
مارشال عبدالرشید دوستم چې نن يې شبرغان کې د امیر عليشېر نوايي او ظهیرالدین محمدبابر…

د کابل لسګونو اوسېدونکيو نن د ولسي جرګې تالار مخې ته د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې په يوه اعتراضيه راټولېدنه کې دولت په کمکارۍ تورن کړ او ويې ويل، یو شمېر دیني عالمان، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه وژل کېږي او دولت يې د دوسيو څېړلو کې ځنډ کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې تلپاتې او دوامداره سوله را نه شي، ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې جوړه شي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن ویلي چې د سږ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د هغې په خبره، دغه کار له خپلو نړیوالو متحدانو سره په همغږۍ کوئ.

په بغلان کې د ۲۱۷ پامیر قولاردو د درېیمې لوا قوماندان بریدخان سیدخېلي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوې بندخونې د پوځ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ کسان چې ۲۵ نظامیان او ۱۷ هم ملکیان دي، را خوشې کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي. د ناټو سرمنشي دغه موضوع له المانۍ ورځپاڼې «وېلټ ام سونټک» سره مرکه کې بيان کړې ده.
نوموړي ویلي، طالبان د تاوتريخوالي په کمولو…

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې د سږ کال د وږي په ۲۲مه د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د بشري حقونو ۵ فعالان او د رسنیو ۶ کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې ته فرصت منځته راغلی دی او ټينګار کوي چې هېواد کې سوله تامينېږي.
ولسمشر دغه څرګندونې نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني پیغام کې کړي دي. نوموړي زياته کړه: « اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې…

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار جمهوري رياست د سولې خبرو پر سبوتاژ تورنوي او وايي، په لسګونو کانټینرونه او جنګي تجهیزات د بندرونو له لارې هېواد ته دننه کېږي.
حکمتيار نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل، د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې د غنمو او نورو موادو په کانټینرونو کې وسلې او جنګي…

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سولې خبرو د مذاکراتي ټيم د دواړو لوريو له رييسانو غوښتي چې د خبرو مېز ته کېني او هر څه ژر خبرې پيل کړي.
ياد کميسيون نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي: «کميسيون د دواړو لوريو مشرانو ته د خپل ليک په بيا خپرولو سره د خبرو مېز ته د هغوى د را ګرځېدو غوښتونکى دى او د جګړې د ناموجه انساني، مادي او معنوي لګښتونو د راکمولو لپاره، د ژر تر ژره اوربند پر…

د جوزجان ولايت سلګونو اوسېدونکيو چې له درې ورځو راهيسې يې د جوزجان-بلخ لويه لاره تړلې، نن يې د بلخ ولايت د محلي چارواکيو د استعفا غوښتنه وکړه.
معترضانو د خپل اعتراض په درېيمه ورځ د اقچې ولسوالي درې لارې کې خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې روانه بېغوري دوام وکړي، موټرونو ته به اور واچوي او مدني نافرمانيو ته به لاس کړي.