
لاریونوال: د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي
یوشمېر هېوادوالو نن په کابل کې د لاریون په ترڅ کې يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو او د امريکا له خوا د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

یوشمېر هېوادوالو نن په کابل کې د لاریون په ترڅ کې يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو او د امريکا له خوا د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.

هرکال به د ژمي په راتلو او د ښونځیو په رخصتېدو سره ګڼشمېر ځوانانو او زدهکونکو د راتلونکي تعليمي کال او کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره کورسونو کې درسونه لوستل، اوس کابل ښار کې د ځینو ښوونیزو کورسونو مسوولان وایي، روان کال کې یې د زدهکونکو شمېر کم شوی او ترڅنګ یې فیس کې هم کموالی راغلی.

د هرات په ښار کې د تېر په پرتله د سړک غاړې او کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی او له خلپې راتلونکې ناخبره په دغه ښار کې پر درنو کارونو او ځينې یې له پلو کسانو پر سوال کولو بوخت دي.

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر وايي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ژر سقوط وکړي. مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د حکومت ناسمو تګلارو د دغه هېواد د اقتصاد د غوړولو مخه نیولې او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دغه هېواد له اقتصادي اړخه وپاشل شي.

۲۰۲۱میلادي کال ته د ډېرو افغانانو هیلې داوې چې د جمهوري نظام او اسلامي امارت ترمنځ به د سولې خبرې پایله ورکړي او په دې سره به ددواړو لورو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي او دیوې دایمې سولې لپاره به لاره هواره شي، خو دا هیله یوازې هیله پاتې شوه. تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته افغان حکومت نه بلکې، امریکا د طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېدل.

دې ته په پام چې له کلونو راهیسې ښځې او خبریالان له ډېرو ستونزو او ننګوونو سره مخ وو، خو د کار، زده کړو او تحصیل حق یې درلود. په تېر میلادي کال د پخواني حکومت په چوکاټ کې د هېواد ښځو، په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې رول درلود، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتلو سره ډېرو ټولنیزو فعالیتونو کې یې ونډه کمه شوه.

په تېر ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان ښوونیز او زدهکړهییز نظام له سیاسي او د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له ګڼو ننګونو او لوړو او ژورو سره مخ و.
د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې ښوونځي او پوهنتونونه د دوو میاشتو لپاره پرانیستل شول او په نورمال ډول یې دوام درلود، خو د کورونا ویروس خپرېدو ښوونیز او زدهکړهییز بهیر ته زیان ورساوه.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونیسف ویلي چې ۲۰۲۱ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو له حقونو پراخې سرغړونې شوې دي. یونیسف پرون په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي، له افغانستان څخه تر یمن، سوریه او شمالي ایټوپیا پورې، زرګونو ماشومانو د وسلهوالو نښتو او تاوتریخوالي له امله زیانمنکوونکې بیې پرې کړې دي.

د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي چې دغه هېواد په پام لري هغو افغان ښځينه قاضیانې او د هغوی کورنۍ چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یونان ته وړل شوي ورته پناه ورکړي. رویټرز خبري اژانس د دغه موضوع په اړ ه د کاناډا د کډوالو وزارت د یوه ویاند له خولې رپوټ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد کې د سرطان ناروغۍ لپاره شته امکانات بسنه نه کوي او دوی په مرکز او د زونونو په کچه د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري مرکزونه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي. دغه بنسټ د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې د خبریالانو د وژنې ډېرې پېښې په افغانستان کې وې.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې ۲۰۲۱ کال د افغانانو لپاره د کډوالۍ په برخه کې له کړاوه ډک و چې په دغه کال کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بېځایه، ګنشمېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي او تر یوه میلیونه نور بیا له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د برښنا شرکت ویلي چې هېواد ته له ازبکستان څخه د لېږدونکې برښنا تړون یې د یوه کال لپاره نوی کړی او دغه هېواد د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه افغانستان ته برښنا ورکړي.

اسوشیټډپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او خدمتونو فدرالي ادارې د سلګونه افغانانو چې غوښتل یې په لنډمهالې توګه امریکا کې پاتې شي، د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د رپوټ له مخې، د دغو غوښتنو ردول د وېزو غوښتونکو د ناهیلۍ لامل شوي چې له ګواښ سره مخ دي.