
د خاناباد اوسېدونکي د دغې ولسوالي د برښنا بند پروژې د بیاپیل غوښتنه کوي
د کندوز ولایت د خاناباد ولسوالي د برښنا بند پروژې د بنسټ ډبره نږدې څلور لسیزې وړاندې د هغه مهال حکومت له لوري کېښودل شوه چې د رغېدو چارې هم روانې وې، خو د کورنیو جګړو له امله بیا دغه پروژه په ټپه ودرېده.














