کابل کې جنايي جرمونه؛ وسله‌والو غلو يو ځوان د موبایل لپاره وژلى

۲۲ کلن علي‌ سجاد محمدي څلور ورځې مخکې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو غلو له لوري ټپي او پرون شپه یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د دغه ځوان د کورنۍ غړي وايي چې وسله‌والو غلو له علي څخه د موبایل او پيسو له اخیستلو وروسته پر نوموړي ډزې کړي دي. علي سجاد څو ورځې په روغتون کې بستر وو او پرون شپه یې ساه ورکړه او نن د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

کورني او بهرني شرکتونه د افغانستان د کانونو پر استخراج ګډه پانګونه کوي

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده نن کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د اقتصاد شورا او د کانونو او پطرولیم وزارت ته یې د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د لویو کانونو د استخراج او صنعت په برخه کې یو لړ وړاندیزونه سپارلي چې منل شوي هم دي.

د هېواد د لوېدیځې حوزې صادرات ۴۰سلنه زیات شوي

د هېواد د لوېدیځې حوزې د صادروونکو ټولنې رییس سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تولیدي توکو د صادراتو په کچه کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی او دوی توانېدلي چې د څه باندې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات وکړي.

د ایران ولسمشر: افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ابراهیم رییسي ویلي، افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ حل لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

د کارګرانو سازمان: څه باندې نیم میلیون افغانان وزګاره شوي

د کارګرانو نړیوال سازمان ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، څه باندې نیم میلیون کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه سازمان په یوه تازه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین د دغه هېواد اقتصاد له پښو غورځولی او د کار بازار یې اغېزمن کړی دی.

رییس‌الوزرا: اسلامي هېوادونه دې زمونږ رسمیت پېژندنه کې له نورو مخکې شي

د اسلامي امارت په مشري حکومت نن په کابل کې په لومړي ځل د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت رییس الوزرا وویل، هغه ټول شرطونه چې د یوه نظام د مشروعیت لپاره اړین دي، اسلامي امارت بشپړ کړي او هېوادونه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

بدخشان کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي

د بدخشان محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د راغستان ولسوالي د «خمبیل» سیمې په «پطیر» کلي کې د واورې ښویېدنې له امله درې کسان مړه شوي دي.

بدخشان کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي زیاتوي چې دغه پېښه پرون وشوه چې له امله یې اته کسان د واورې لاندې ګیرپاتې وو.

شنونکي: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د عمران خان د وروستیو څرګندونو له کبله ځنډول شوی

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راشي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې دغه سفر ونه شو. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د راتګ په غبرګون کې نن د کابل هوایي ډګر ته څېرمه لاریون هم پلان شوی و.

اسلام‌کلا کې موټر چلوونکي: ایرانیان راڅخه باج اخلي

د اسلام‌کلا ـ هرات لویې لارې یو‌شمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نه‌کوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو له‌خوا غلا کېږي.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اندېښنې وړ دی

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي. دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د بیان ازادۍ کور: د افغانستان رسنۍ بشپړه خپلواکي نه لري

د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.