
بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو پېښه کې ۱۰ کانکیندونکي مړه شوي
بغلان کې ځايي سرچینو ویلي، د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې پایله کې یې کم له کمه د دغه کان ۱۰ کارګرو ژوند بایللی دی.

بغلان کې ځايي سرچینو ویلي، د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې پایله کې یې کم له کمه د دغه کان ۱۰ کارګرو ژوند بایللی دی.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا مالیې وزارت مرستهرسوونکو موسسو ته هم اجازه ورکړې چې پر اسلامي امارت د متحده ایالتونو د بندیزونو له وېرې پرته، دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو حقوق ورکړي.

د «افغانستان د ښځو ورځې» تر عنوان لاندې د اروپايي پارلمان دوه ورځینۍ دورهای غونډه دسېشنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنې بروکسل کې پيل شوه. اروپايي ټولنې یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه کې افغانستان کې د بشري ناورین، د اسلامي امارت د ځپونکي حکومت او د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې شوي.

د «ګالوپ» په نامه د یوې امریکايي موسسې موندنې ښیې چې په افغانستان کې د فقر زیاتوالي له امله د دغه هېواد ۹۴ سلنه خلک د خپل ژوند وضعیت څخه ځورېږي.

د اریانانیوز خصوصي ټلویزیون مسوولانو تایید کړي چې د دې شبکې د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت او اقتصادي خبریال اسلم حجاب د اسلامي امارت له بند څخه خوشې شول. هغوی ویلي چې دغه دوه خبریالان نن د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا خوشې شوي دي.

تر میاشتو ځنډ وروسته د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې ډېر ژر به ټول هېواد کې دولتي پوهنتونونه د زدهکړیالانو پرمخ پرانیستل شي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد وايي چې دوی د مخکیني حکومت د رسنیو قانون مطالعه کړی او د اسلامي امارت له پلوه هېڅ نیمګړتیا نه لري. نوموړي دغه څرګندونې نن د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، څو د رسنیو سرغړونې کمېسیون بیا جوړ کړي او د تېروتنو مخه به نیول کېږي.

د اسلامي امارت له راتګ سره هممهاله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې مرستونونه تړل شوي چې ماشومانو یې درنو کارونو ته مخه کړې او له یوه نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له څه مودې ځنډ وروسته له کابل څخه دوحې ته د الوتنو بهیر بیا پیلېږي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان رییسې روبرتا متزولا د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیري چلند غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شرط په توګه کېښودل شي. هغې د نړیوالو بشردوستانه مرستو پربنسټ، له افغانانو سره مرستې د نړیوالتې ټولنې اخلاقي دنده بللې ده.

د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې چې مالیاتي او غیرمالیاتي عواید باید یواځې د بانک له لارې راټول شي او دولتي ادارې د خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري.

اروپایي ټولنې پارلمان د افغان ښځو او نجونو د ستونزو په اړه د بحث لپاره نن دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه. د اروپايي پارلمان خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه کې چې سبا هم دوام لري، یوشمېر افغان ښځې، د ملګروملتونو او ځینو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت او ستونزو په اړه خبرې کېږي.

د بامیان په پنجاب ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه سلاموطندار ته وايي چې د یاد ولایت د استخباراتو او د دې ولسوالي د امنیې قومنداني د ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پنجاب ولسوالي د امنیه قومندان ورور وژل شوی دی. د بامیانو د امنیه قومنداني ویاند محمدخواني رسا وايي چې دغه پېښه په تېروتنه رامنځته شوې ده.

د پکتیکا ولایت اړوند د اورګون ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو نن سهار د یادې ولسوالي په بازار کې پر خپلو هټیو او لاسي ګاډیو درې رنګه ملي بیرغ درولی و چې وروسته بیا د اسلامي امارت اړوند ځواکونو له لوري راښکته کړل شوي دي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ترویکا ناستې د جوړېدو په اړه پر همغږۍ بوخت دي او یاده ناسته به د فبرورۍ میاشتې تر پایه کابل کې جوړه شي. نوموړي ټينګار کړی چې یاده ناسته به د سولې بینالافغاني خبرو بشپړولو او افغانستان کې له جګړې وروسته په بیارغونه کې د نړیوالې ټولنې پر ګډون متمرکزه وي.

د بیان د ازادي کور په یوه اعلامیه کې د اریانا نیوز د هغو دوو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د دغو دوو خبريالانو د نيولو انګيزه لا نه ده څرګنده. اسلامي امارت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.