د ملکي هوايي چلند ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له څه مودې ځنډ‌ وروسته له کابل څخه دوحې ته د الوتنو بهیر بیا پیلېږي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې وروسته به د افغانستان او قطر هوايي شرکتونه په اوونۍ کې دوه ځلې چارټر الوتنې ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، د رايستلو په اړه له اسلامي امارت سره هوکړې ته رسېدلي دي.

امریکايي رسنیو د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني له خولې رپوټ ورکړی چې له اسلامي امارت سره په اوونۍ کې پر دوو الوتنو هوکړه شوې او دغه الوتنې به د قطر هوايي شرکت له لوري ترسره کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې قطري چارواکو ویلي، له دوو میاشتو ځنډ وروسته له افغانستان څخه د تخلیې بهیر لومړنۍ الوتنه د جنورۍ په ۲۶نېټه له کابل څخه دوحې ته ترسره شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام