کورونا؛ خلک د «اومېکرون» په اړه د عامه پوهاوي پر نشتوالي نيوکه کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدوونکي عامي روغتیا وزارت په کم کارۍ او بې غورۍ تورنوي او وايي، په داسې حال کې چې د اومېکرون ویروس د خپرېدو کچه لوړه ده خو یاد وزارت د دغه ویروس د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی.

د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته د نړیوالو لېوالتیا؛ شرایط یې پر ځای دي

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ته نړیواله ټولنه لېوالتیا لري او په دې اړه یې ځینو برخو کې نرمښت هم ښودلی، خو په وینا یې،  د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې شرایط لا پر ځای دي. د دوی په وینا، د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه څه نا څه پرمختګ شوی او ښايي اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي.

امریکا افغانستان کې د داعش د مشر پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ټاکلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د داعش خراسان ډلې د مشر ثنا‌الله غفاري پر سر لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه ټاکلې ده. دغه بنسټ همداراز د کابل هوايي ډګر د برید عاملانو د پېژندنې لپاره هم لس میلیونه ډالر جایزه په پام کې نیولې ده.

د افغانستان ملت ګوند: اسلامي امارت باید د خپلسرو کسانو د تېروتنو مخه ونیسي     

د افغانستان ملت ګوند منشي جعفر مهدوي نن دیوې خبرې ناستې پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د خپلسرو کسانو د تېروتنو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، دغه کسان د عمومي عفوې د امر خلاف عمل کوي او په یو شمېر ولایتونو کې خپلسري فعالیتونه کوي.

ملګري‌ملتونه: افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي؛ اسلامي امارت یې ردوي

د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو محدودولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي. رپوټ کې ټينګار شوی چې له زندان څخه د داعش خراسان څانګې د څو زرو سرتېرو له ازادېدو وروسته اوس د یادې ډلې د جنګیالیو شمېر له ۲۲۰۰ څخه ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

توماس نیکلسون: د افغانانو خپلسره نیونې د اسلامي امارت ژمنو سره په ټکر کې دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، د خلکو خپلسره نیول او د هغوی نادرکه کېدل، د اسلامي امارت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي.

د خصوصي سکتور پر ملاتړ د اسلامي امارت ټینګار

د اسلامي امارت مسوولانو نن د اقتصادي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ. هغوی وایي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ناڅاپي رالوېدو صرافان اندېښمن کړي

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وو.