
د بامیان د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي ولسوال له بند څخه ازاد شو
د بامیان محلي مسوولان وایي چې د بامیان د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالي ولسوال مختار احمدي چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې تښتول شوی و، له بند څخه خوشې شو.

د بامیان محلي مسوولان وایي چې د بامیان د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالي ولسوال مختار احمدي چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې تښتول شوی و، له بند څخه خوشې شو.

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو باندې د اسلامي امارت له زیاتیدونکي محدودیت سره په کلکه مخالفت کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لهخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د اسلامي امارت له یوشمېر چارواکو سره په خپله کتنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.

یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، شکایت کوي چې هېواد ته د راستنېدو پر مهال د ایران د کډوالو په کمپونو کې د دغه هېواد د ځواکونو لهخوا یرغمل نیول شوي او ورڅخه باج اخیستل شوی دی.

د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو پرون د دغه هېواد د سنا جرګې د وسلهوالو خدمتونو د کمېتې غونډې ته د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه خپل ناسم قضاوت تایید کړی دی.
دوی ویلي، باور یې درلود چې د امریکا ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت کولای شي، د میاشتو لپاره د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا پنجشنبه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي. په ملګروملتونو کې د ناروې دایمي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه غونډه په افغانستان کې پر بشري حقونو او د ښځو او نجونو پر ازادۍ د بندیزونو د زیاتوالي په اړه جوړېږي.

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله خپله مېرمن او څلور اولادونه سخت ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره په لیدنه کې پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. دغه لیدنه پرون سېشنبه په کابل کې ترسره شوې ده.

باختر خبري اژانس په ټویټر کې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د سرپرست محمد خالد حنفي له قوله لیکلي، د نړۍ هېوادونه «زمونږ د خوېندو» د حجاب په اړه د پرېکړې واک نه لري.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې لاس پلورونکو ته د غرفو اېښودلو پر طرحې کار پیل کړ. د دې طرحې پر بنسټ، لاس پلورونکي اړ دي چې هره میاشت له ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې فیس ورکړي.

ویل کېږي کابل کې د ترکیې د پوهنېې بنسټ یوشمېر ښوونځیو کې د زدهکړو بهیر د امنیتي ګواښونو له امله او د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست سره تر مشورې وروسته، سر له نن سېشنبې د لنډ وخت لپاره درول شوی دی.

«د افغانستان د مقندره ښځو اصلي غورځنګ» نن د حجاب د جبري کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ. لاریونوالو د شعارونو په ورکولو سره د اسلامي امارت وروستي فرمان پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت دولتي پوهنتونونو ته په استولي یوه مکتوب کې غوښتنه کړې چې د استادانو د ترفېع، انتخاب او تبدیلۍ پرمهال اړتیا ده، څو د هغوی د شهرت په اړه دغه وزارت ته معلومات ورکړل شي.

د ماشومانو خوندیتوب اداره وايي چې افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا، روانې وچکالۍ او د اوکراین جګړې د اغېزو له امله په دغه هېواد کې ۹.۶ میلیونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.
دغه سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د وګړو ژغورنې لپاره په لنډ وخت کې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ده، خو دغه مرستې افغانستان کې د لوږې له ناورین سره د مقابلې لپاره بسنه نه کوي.