شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کابل ښاروالي په کابل ښار کې لاس پلورونکو ته د غرفو کېښودلو پر طرحې کار پیل کړ. د دې طرحې پر بنسټ، لاس پلورونکي اړ دي چې هره میاشت له ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې فیس ورکړي.

خو اوس ځينې لاس پلورونکي شکایت کوي، سره له دې چې د ښاروالي له خوا له کېښودل شویو غرفو څخه استفاده نه کوي، خو اړ دي چې زیاتې پیسې ورکړي. دوی وایي، د ښاري خدماتو پیسې د دوی له پانګې څخه هم  لوړې دي او د دې پیسو د ورکړې توان نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې تعرفې له مخې چې د یوه لاس پلورونکي له خوا سلام‌وطندار ته استول شوې، دغه لاس پلورونکی اړ دی، څو د دوو میاشتو لپاره ۸۰۰۰ افغانۍ ورکړي. لاس پلورونکي له کابل ښاروالي څخه غواړي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د کابل ښار یو لاس پلورونکی صمیم وایي: «هر څوک په خپله خوښه متر کوي، یو وایي ۴۰۰۰ او بل وایي ۵۰۰۰، زما لپاره یې ۸۶۵۰ افغانۍ بل لیکلی او وایي چې ستا دومره ماليه راغلې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د کابل ښاروالي مني چې لاس پلورونکو لپاره یې یوه اندازه پیسې مشخصې کړي او اړ دي چې پر ټاکلي وخت يې ورکړي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وایي، د دې لپاره چې دغه لاس پلورونکي په عامه ځايونو کې فعالیت کوي، باید په ټاکلي ځای کې د فعالیت لګښت ورکړي، څو د دولت عواید لوړ شي.

لاس پلورونکي داسې مهال د کابل ښاروالي پر دې اقدام نیوکه کوي چې د بازار د تنظیم طرحو پلي کول، د جواز اخیستل او د مالیې ورکړه، تل د دوی لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام