نیمروز کې د ا.ا او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې

په نیمروز کې امنیتي او محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې ایران سره پولې ته څېرمه د ا.ا او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې چې اوس هم روانه ده. د سرچینو په وینا، جګړه لا هم روانه ده او د نیمروز له مرکز څخه د پېښې ځای ته د ا.ا مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي.

حنفي: د اسلام دښمنان غواړي د پیسو په مرسته «بې‌حجابي» ترویج کړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

پاکستان کې له افغانانو سره ناوړه چلن؛ ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم زندان ته اچولي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي. په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.

شنونکي: د ا.ا د مشر وروستۍ سپارښتنې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کوي

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده تازه په کندهار کې یوې غوڼده کې ویلي چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي.

 د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه د هبت‌الله اخند‌زاده له قوله یوه ویناپاڼه خپره کړې چې په‌کې ویل شوي، اسلامي امارت یوازې الهي احکام پلي کوي او د خلکو په غوښتنه پرېکړې نه کوي.

هبت‌الله اخند‌زاده: د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په تازه سپارښتنه کې ویلي چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي او د اسلامي امارت حکومت کې باید د هرې ستونزې حل په شریعت کې ولټول شي. ویناپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده والیانو ته په وینا کې سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پرېکړو اطاعت وکړي.

انالنا بربوک: افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو حقونو د سرغړونې شاهد دی

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک د اروپا ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې کېږي.

انالنا بربوک همداراز ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو  پر وضعیت ځانګړی پام لري.

شنونکي: د ازبکستان ناسته له افغانستانه د ګواښ نه پېښېدو په اړه له ا.ا ډاډ ترلاسه کول و

ازبکستان کې د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله یو‌شمېر شنونکي دغه ناسته د سیمې او نړۍ امنیت ته د افغانستان له خاورې د ګواښ نه پېښېدو په اړه له ا.ا د ډاډ ترلاسه کولو په معنی بولي. بل‌خوا د پوهنتون استاد محمود اضطرابي یاده ناسته د اسلامي امارت د مشرانو کړنو ته په کتو ګټوره نه بولي.

امریکا ا.ا سره د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته له یوه ورځ ځنډ وروسته نن د یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوه. ویل کېږي چې یاده نړیواله ناسته به پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو راڅرخي.

واخان د افغانستان لپاره څه سیاسي او اقتصادي ارزښت لري؟

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې اندېښنې مطرح شوي چې پاکستان غواړي د افغانستان د واخان له لارې نورو هېوادونو سره ټرانسپورټي لاره ولري.

په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخواني مسلکي معین فریدون بارکزي د بدخشان واخان کوریدور له ستراتیژیک او اسیا کې د اوبو د سرچینو له اړخه د افغانستان لپاره مهم بللی دی.