کونړ کې چاودنې د ا.ا یو غړی وژلی او شپږ کسان یې ټپیان کړي

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحق حقاني وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې پر يوې رېنجرې چاودنه شوې چې له امله یې د اسلامي امارت يو غړی وژل شوی دی.
د هغه په خبره، چاودنه کې د درېوو ولسي وګړو په ګډون، شپږ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

کندهار کې د لوړ عمر‌ نجونې زده‌کوونکې له ښوونځيو ایستل شوي

د کندهار یوشمېر سیمو کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي او پنځم-شپږم ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له ښوونځیو ایستل شوي دي. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو د مديرانو له‌خوا ورته ويل شوي چې ښوونځيو ته دي نه ور‌ځي. دغه نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه

له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

بایډن: هغه ترهګر به ښکار کړو چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.

محمداشرف غني: د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له امله «جمهوري نظام» وپرځېد

د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی. نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

توماس نېکلسون: د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل لومړۍ درجه غوښتنه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستلو په اړه ډېرې خبرې کړې، خو افغانستان کې نور داسې مسایل هم شته چې باید پرې خبرې وشي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل د دوی لومړیتوب دی.

د نشه‌يي توکو کښت او تولید نیم میلیون افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې

د اټلانټیک کُنسول په نوم د امریکا د فکر خونې بنسټ افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ننګونو په اړه یوه تازه راپورکې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو تجارت د ودې په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تجارت څه باندې نیم میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی

د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړیوال کمېسیون ویلي چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی. د دغه کمېسیون په وینا، اسلامي امارت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه لږولي او د هغوی حقونه یې نقض کړي دي.

په تېر یوه کال کې ۸۰سلنه افغان ښځینه خبریالانې وزګاره شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.