کاناډا د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې پاتې ۱۰۰۰ افغانان ومنل

رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

پروان کې د جبل‌السراج شاهي ارګ د ا.ا د ځواکونو په پوځي مرکز بدل شوی

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبل‌سراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګ‌پال اندېښمن کړي دي. پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شب‌روز سلام‌وطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ د چاپېریال ساتنې اداره بې‌‌پلانه ده

د پاکې هوا نړیواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره د دې ورځې د نمانځنې په اړه هېڅ پلان نه‌لري. نن د سپټمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره د نړیوال اقدام په موخه د سپټمبر اوومه «د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیوالې ورځ» په نوم نومولې ده.

د ا.ا په رسمیت نه پېژندل؛ متقي: هېوادونو سره رسمي تعامل لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو  نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.

متقي: د امریکا له‌خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض ا.ا ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې ناسته کې له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوايي حریم له نقض څخه لاس واخلي.

د پکتیا اوسېدونکي دغه ولایت کې د نجونو ښوونځيو له پرانېستل‌کېدو هرکلی کوي

د پکتیا اوسېدونکو په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ځینو ښوونځیو له پرانېستلو هرکلی کړی دی.

د مرکز ګردېز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي، خوښ دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته ځي.

مجاهد: پکتیا کې د نجونو ښوونځیو پرانېستل کېدو په اړه پلټنه کوو

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه پلټنې پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو واک یوازې پوهنې وزارت سره دی او بل څوک یې د پرانستل‌کېدو امر نه‌شي ورکولای.

پاکستان اسلامي امارت ته: نور پر موږ نیوکې ونه کړئ!

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلام‌اباد ښکاره نیوکې ونه کړي. راپور زیاتوي چې اسلام‌اباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري.

اسلامي امارت د کابل دهمزنګ کې هوايي برید رد کړ

ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.

د حج او اوقافو وزارت: ټول هېواد کې ۷۲زره جوماتونه دي

د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۲۰۰۰ جوماتونه شتون لري چې چې ۷۰۰۰ یې دغه وزارت سره ثبت دي. د حج او اوقاف وزارت د دفتر رییس په وینا، ټول رسمي جوماتونه د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو اصولو سره سم معاشونه ترلاسه کوي.

یوناما کابل کې نننۍ چاودنه وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده.
یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس په‌کې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

درېوو ختیځو ولایتونو کې بېګانۍ زلزلې شپږ کسان مړه او ۴۱ یې ټپیان کړي

بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

د عدلیې وزارت: افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نشته

د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حساب‌ورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني. د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.