د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ؛ ګوټرېش: ا.ا دې ټولو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي

ملګرو‌ملتونو د جنسیتي برابري او عامه پوهاوي لوړولو په هدف د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش نن سه‌‌شنبه د اکټوبر پر یوولسمه چې د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغانستان کې له ښوونځیو څخه د نجونو پر محرومیت اندېښنه ښودلې ده.

هبت‌الله اخند‌زاده: د ښځو حقونو په اړه دې زما فرمان په بشپړه توګه پلی شي

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بېګاه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولان به هغه ته حساب ورکوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې څومره شریعت تطبیق کړی دی.

ټول‌ګډونه حکومت به افغانستان کې تل‌پاتې سولې ته لار هواره کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې افغانستان په نړیواله اجنډا کې وساتي، خو نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې سره ویلي چې وخت لنډ دی او باید اقدامات وکړي. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.

افغان ماشومان د مخ پر خرابېدونکي ناورین تر سخت فشار لاندې دي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) نن په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې ماشومان تر سخت روحي او رواني فشار لاندې دي، ځکه دوی دغه هېواد کې د مخ پر خرابېدونکی ناورین بار پر خپلو اوږو وړي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان خبرداری ورکړی چې په هر څلورو ماشومانو او لویانو کې یوازې یو یې خپله بېړنۍ درملنه ترلاسه کوي.

د امریکا او د ا.ا پلاويو د القاعده مشر له وژل‌کېدو وروسته په لومړي ځل لیدلي

«سي‌اېن‌اېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته په لومړي ځل امریکايي او د ا.ا پلاوي د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.

ناپېژنده وسله‌والو د فاریاب د اقتصاد رییس وژلی

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د اقتصاد رییس عبدالرحمان منور کور ته پر لاره وژلی دی.
دا پېښه نن ماسپښین د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې شوې ده. د فاریاب د اقتصاد رییس د قیصار ولسوالي د «سپرګلیک» سیمې اوسېدونکی و.

د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌‌وژنې» په اړه اعتراضونه شوي

ګڼ‌شمېر افغانانو نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانستان کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې» په غبرګون کې لارو او کوڅو ته راووتل او د هزاره وګړو د نسل‌وژنې د درېدو غوښتنه یې وکړه.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د تلې پر ۸مه د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پرمهال لسګونه زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

کابل کې چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي دي.

خالد ځدراڼ نن شنبه د تلې ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر موټر شوې ده. د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

کاناډا دغه هېواد ته د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز ولګاوه

د کاناډا حکومت وايي چې دغه هېواد ته یې د سپاه‌‌پاسداران د غړیو په ګډون، د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز لګولی او په وینا یې، تر دې وروسته به یادو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې کاناډا ته دننه شي.