بادغیس کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کم شوی

بادغیس کې د شاتو مُچیو یو‌شمېر روزونکي وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

٣٨ کلن محمدامين سلام‌وطندار ته وايي چې له اتو کلونو راهيسې بادغیس کې د شاتو مُچیو پر روزنه بوخت دی.

هرات کې د زلزلې له امله ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۰ ټپیان دي

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په لوېدیځ کې د شوې زلزلې له امله ۱۵ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوې دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، نن شنبه د تلې ۱۵مه له سهار راهیسې څلور ځله یادو ولایتونو کې زلزله شوې ده.

اسپانیا کې د افغانستان سفارت: ا.ا سره په تعامل کې یوو

اسپانیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.

دغه سفارت جمعه د تلې ۱۴مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې اسپانیا کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په تعامل کې دی.

جوزجان کې ښوونکي: زموږ معاشونه دې لوړ شي

جوزجان کې یو‌شمېر ښوونکي وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او میاشتنی معاش یې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې معاشونه یې لوړ کړي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه سفارت د تلې په دیارلسمه، د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سفارت د کډوالۍ او کونسلۍ چارو یوه ګډ پلاوي د اسلام‌اباد د پولیسو له عمومي قوماندان اکبر نصیرخان سره کتلي دي.

پنجشېر کې د بیزوګي چیچک ناروغي خپرېدل؛ په شپږو میاشتو کې ۷۷ پېښې ثبت شوي

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۷۷ کسان د بیزوګي چیچک پر ناروغي اخته شوي دي.
د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو یوشمېر اوسېدونکي چې ماشومان یې پر دې ناروغي اخته دي، د بیزوګي چیچک ناروغي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

په سپین‌بولدک‌-‌چمن کې نښته؛ د کندهار د والي ویاند: پاکستانیانو پیل کړه

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن دروازه کې د تېرې ورځې نښته لومړی د پاکستانیو ځواکونو له لوري پیل شوې ده.
هغه که څه هم په دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه ښيي، خو زیاتوي چې دواړو خواوو ته یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

عباس ستانکزی: پاکستاني سیاستوال دې د خپلې ژبې عفت مراعت کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.

عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یو‌شمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

عبدالسلام حنفي: خلک دې پر اوسني وضعیت شکر وباسي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې افغانان دې هېواد کې پر روان وضعیت شکر وباسي.

نوموړي نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او خلک دې شکر وباسي.

یعقوب مجاهد: نړیوال دې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ظلم مخه ونیسي

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې وکړې.

سرفرازاحمد بګټی: افغانانو په پاکستان کې له شویو ۲۴ بریدونو په ۱۴ کې لاس درلود

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفرازاحمد بګټي د سه‌شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغانانو تور پورې کړی چې د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت کې لاس لري. هغه ادعا کړې چې د روان زېږدیز کال له جنوري مياشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ هغو کې یې د افغانستان وګړو لاس درلود.