Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال جام؛ افغانستان له بنګلدېش او سوېلي افریقا له سریلانکا سر لوبه لري

368370

د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې افغانستان دا مهال له بنګلدېش سره پر لوبه بوخت دی او سریلانکا بیا له سوېلي افریقا سره مخ ده.

د افغانستان او بنګلدېش لوبه نن له غرمې مخکې ۹:۳۰ د هند په درمسالا کې پیل شوه او د سوېلي افریقا او سریلانکا سیالي به له غرمې وروسته ۱:۰۰ پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې  تر دې مهاله د بنګلدېش پر وړاندې ۱۵ یو ورځنۍ لوبې کړي چې نهه یې بایللي او شپږ یې ګټلې دي. وروستیو پنځیو سیالیو کې یې د یادې پر وړاندې درې ځله بریا خپله کړې ده. افغانستان په وروستي ځل له بنګلدېش په اسیا جام کې ماته خوړلې.

بنګلدېش او افغانستان تر دې مهاله د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کالونو د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جامونو کې سره مخ شوي چې دواړه لوبې بنلګدېش ګټلې دي.

بل‌خوا نن د سوېلي افریقا لوبډله روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي د سریلانکا پر وړاندې کوي. دواړه لوبډلې له دې وړاندې په مخ شویو وروستیو پنځو سیالیو کې دوه ځلې سریلانکا او درې ځلې سوېلي افریقا لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه شپه پاکستان نیدرلنډ ته د ۸۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام