Asset 1SWN

سلام وطندار

جوزجان کې ښوونکي: زموږ معاشونه دې لوړ شي

0G0A9884-qdd722fq7nbvrlo6uncju8ureqpnl6p4rjiwpafhc8

جوزجان کې یو‌شمېر ښوونکي وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او میاشتنی معاش یې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې معاشونه یې لوړ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جوزجان کې یوه ښوونکي احمدفرید سلام‌وطندار ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو ستونزې ډېرېږي او په وینا یې، په ډېره سختۍ د ژوند اړتیاوې برابروي.

نوموړي وویل: «هیله کوم ښوونکو ته دې پام وشي، ځکه د ټولنې تر ټولو بې‌وزله قشر دی چې په ډېره ستونزمنتیا سره تدریس او خدمت کوي. باید یو بل ته لاس ورکړو او دا ستونزې حل کړو.»

جوزجان کې ښوونکي له سرپرست حکومت همداراز غواړي چې هېواد کې ښوونکو ته پام وکړي او ستونزې یې هوارې کړي.

یو‌شمېر ښوونکو، فرهنګ‌پالو، شاعرانو، لیکوالانو او محلي مسوولانو دغه ولایت کې د یوې ادبي غونډې په جوړلو سره د ښوونکي له نړیوالې ورځې څخه نمانځنه وکړه.

د یادې غونډې ګډونوالو وویل چې جوزجان کې ښوونکي له ستونزو سره مخ دي، خو په وینا ی، بیا هم زده‌کوونکو ته تدریس کوي. دوی له مسوولانو غوښتنه وکړه چې له ښوونکو ملاتړ وکړي.

یوه ګډونوال وویل: «دې ورځو کې خپل روزګار په سمه توګه مخته نشي وړلی. د اسلامي امارت له حکومت غواړو چې د افغانستان له ښوونکو ملاتړ وکړي، تشویق یې کړي او لوړ امتیازات ورکړي.»

په ورته مهال د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ښوونکو ته ځانګړې پاملرنه لري.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف‌الدین معتصم وویل: «ښوونکی هغه څوک دی چې ټولنې او ملت ته لارښوونه کوي او ولسوالیو او کلیو کې خلک د حق او باطلې لارې څخه جلا کوي.»

بل‌خوا د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد هم دې غونډه کې تایید کړه چې د دغه ولایت ښوونکي په ډېر کم معاش کار کوي او په وینا یې، دوی هڅه کوي چې د ښوونکو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل: «ښوونکی د ټولنې مشر دی، کوم حق چې ښوونکي ته ورکول کېږي، په اصل کې معاش نه دی، دا یوه همکاري ده او ښوونکی د الله لپاره تدریس کوي. هغه پیسې چې اخلي معاش نه، بلکې د جېب خرچ یې دی. دوه کلونو کې دې نظام ثابته کړې او د ښوونکي پر قدر پوهېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په بېلابېل ولایتونو کې ښوونکو د خپل کم معاش او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام