Asset 1SWN

سلام وطندار

پېښو ته د رسېدو وزارت: موسسې دې تر خاورو لاندې د خلکو رااېستلو کې مرسته وکړي

thumbs_b_c_8a8c1441737c842ec4e9c5c3e59c02ac

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هرات په زنده جان ولسوالي کې له خاورو لاندې د خلکو د رااېستلو لپاره له مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان سلام وطندار سره مرکه کې ويلي چې زنده جان ولسوالي اووه کلي لري او ټول یې په بشپړه توګه د شوې زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د يادې ولسوالي هر کلي کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان اوسېږي چې په وينا يې، تر دې مهاله یوازې ۱۰۰ کسان ژغورل شوي او پاتې نور تر خاورو لاندې دي.

نوموړي وويل: «یوشمېر مرستندویه موسسې مرستې ته رسېدلي او هیله لرو چې نورې ادارې هم خبرې شي او ژر تر ژره تر خاورو لاندې کسان راوباسي او د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همداراز وويل چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم د زلزلې له امله یوشمېر کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه په دغو دوو ولایتونو کې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د يادو درېوو ولايتونو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې رییسانو ته لارښوونه شوې چې اړمنو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي.

د امریکې د جيولوجي مرکز سروې د زلزلې شدت ۶.۳ ښودلی چې ژورتیا یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومټره وه. په همدې حال کې دې مرکز د افغانستان په لوېدیځ کې د پرله پسې څلورو زلزلو ټکانونه ثبت کړې دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، لومړۍ زلزله چې د ريښتر په کچه ۶،۲ درجې وه، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د هرات په زنده جان ولسوالي شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

يو‌شمېر ایراني رسنیو هم نن راپورورکړی چې دغه زلزلې د ایران مشهد ښار ځینې سیمې هم لړزولې دي. په ورته مهال ترکمنستان، اوزبکستان کې هم د یادې زلزلې ټکانونه محسوس شوې دي.


مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام