
د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټر چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۵ یې ټپیان کړي
نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د خوشحال خان مېنې اړوند په سپینکلي څلور لارې کې یوه چاودنه وشوه.

نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د خوشحال خان مېنې اړوند په سپینکلي څلور لارې کې یوه چاودنه وشوه.

د ښار جوړونې او ځمکو وزیر محمود کرزي نن په کابل کې د دغه وزارت او الغرافه خیریه موسسې ترمنځ د هوکړهلیک د لاسلیک مراسمو کې وویل چې د استوګنیز ښارګوټي جوړول اړمنو ته د کور برابرولو لپاره مهم ګام دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسلهوالو طالبانو بريدونو کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ياد وزارت وياند طارق ارين پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي.
نوموړي ليکلي، طالبانو په دومره موده کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييسې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنې به د راتلونکي کال تلې میاشت کې وشي. د نوموړې په وینا، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۹ کال د اسد میاشتې په ۱۶مه د ولایتي شوراګانو…

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د بامیان محلي چارواکي په د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي دویمې برخې په «دهسرخک» سیمه کې د درې تاریخي اثارو د موندلو کېدو خبر ورکوي.

د هرات ولايت محلي مسوولان وايي چې په دې ولايت کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، دغه درې جسدونه چې یوه یې ښځه، یو ماشوم او بل یې نارینه دی، تېره شپه د انجیل ولسوالۍ «کهدستان» سیمه کې کشف شوي او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د کورنیو چارو وزارت مني چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ختيځ لوري ته په لس کيلومترۍ کې د پلتو بند ډیزاين د سردار داوود خان د واکمنۍ پر مهال شوی و، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې تر اوسه د جوړېدو چارې نه وې پیل شوې.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۵ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې د هرات-کندهار پر لویې لارې یوې ټرافیکي پېښې ۵ کسان مړه کړي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وايي چې د سولې خبرې اترې باید پر ټاکل شوي وخت بېرته پیل شي.

د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوربند یا د تاوتریخوالي کموالی د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د بشري پرمختګ څانګې په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري چې کولای شي د اقتصادي-ټولنیز پرمختګ لپاره اصلي مالي سرچینې برابرې کړي. د دغه راپور له مخې، د تلپاتې پرمختګ په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د طبیعت او چاپېریال ساتنې او له طبیعي سرچینو نه د ګټې اخیستو ترمنځ برابروالي ته اړتیا ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د بامیان محلي چارواکي وايي، د ملي امنیت کارکوونکو پرون مازدیګر د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلياقا ایوب ناصري د مالي او اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.