
هغه هیله چې په تېښته تمامه شوه
په هېواد کې د ناامنیو او هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د رسنیو یوشمېر کارکوونکي او مدني فعالان هېواد پرېږدي.

په هېواد کې د ناامنیو او هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د رسنیو یوشمېر کارکوونکي او مدني فعالان هېواد پرېږدي.

په غور کې د کورونا ځانګړي روغتون مسوولان وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې دغه روغتون اور واخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د دغه وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې له خلیلزاد سره یې په یاده لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ساتنې، په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوه بشپړ او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کړې دي.

د میدان وردګ بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي ته د تللي پلاوي یوه غړي سلاموطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په یاده ولسوالي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د پېښې څرنګوالي په اړه د سیمې له اوسېدونکو، معترضانو او امنیتي ځواکونو نه سندونه او شواهد را ټول کړي دي.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني کابل کې یوه غونډه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې بهیر له بن بست سره مخ دی او خبرداری يې ورکړ که چېرې د سولې بهیر په هر لامل چې وي بې پایلې شي، جګړه په افغانستان کې دوام پیدا کوي او دويم مقاومت به جوړ کړي.
نوموړي د «موج اعتدال و همسويي» سازمان د جوړېدو په غونډه کې وويل، دوی داسې سوله چې د ټولنې نيمايي پهکې له منځه لاړه شي، نه غواړي.

د عدلیې وزير فضل احمد معنوي وايي، د ۱۳۹۹کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲۷ افغانانو د اروپايي او اسيايي هېوادونو د تابعيت اخيستو لپاره د افغانستان د تابعيت د ترک غوښتنه کړې ده. نوموړي څرګندونې «ملت ته د حساب ورکړې» په پروګرام کې وکړې.
معنوي وويل، دغو کسانو د ایران، اتریش، هالنډ، روسیې، اذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پرېښودو پرېکړه یې کړې ده.

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینهوالو او ګڼشمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.
دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه پهکې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې په نیمروز کې د «کمالخان بند» د اوبو زېرمه کول پیل شوي او ډېر ژر به دغه بند پرانېستل شي.

یوشمېر وکیلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومتي چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې پر بېمسوولیتۍ او د وکیلانو ترمنځ پر درز اچولو تورن کړل.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او وسلهوالو بریدونو په تړاو د حقیقت موندنې کمیسیونونه باید خپلې څېړنې ډاګیزې کړي.
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن…

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د «شکنجې راپور» کې ويلي، په افغانستان کې د امنيتي او ترهګريزو مسلو اړوند يو پر درېيمه زندانيان ادعا کوي چې شکنجه او يا يو ډول ناسم چلند ورسره شوی دی.
د يوناما دغه راپور چې نن خپور شوی راغلي، د بندیانو له لوري د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې د تورونو کچه لوړه او له زنداني شويو کسانو سره د چلند حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي.

پر اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مسوولان نن «ملت ته د دولت حساب ورکونې» په پروګرام کې د دغه کمېسیون د یوه کال فعالیت راپور وړاندې کړ.

د زهره راډیو مسوولانو او کارکوونکو، خبریالانو او د کندوز خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول نن په یوه غونډه کې له دغې راډیو سره د محلي ادارې او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د نه همکارۍ په اړه اندېښنې وښودلې.

طالبانو په غور ولايت کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه وړي او بيا يې سوځولي دي.
د غور د چهارسدې ولسوال عزتالله عزیزي وايي، وسلهوالو طالبانو له ۱۷۹جريبه ډېره کرنيزه او د څارويو د څرولو ځمکه او ۲۵ زره مېوه لرونکې او بېمېوې ونې اول له منځه وړي او بيا يې سوځلي دي.