کابل کې د حزب اسلامي پلويانو يو ځل بيا لاريون وکړ

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو شمېر پلويانو نن سهار په کابل کې لاريون وکړ. دغه حزب ادعا کوي چې حکومت ورسره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دوی بندیان لا هم د دولت په زندانونو کې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وويل، د حکومت پر ضد په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پراخ لاریونونه وکړي.

د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت وايي، د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی له طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوی دی.

د بشارت په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټینګار

په دوحه کې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
هغه وايي، په دې لیدنه کې د دوحې هوکړې د ټولو مادو پر عملي کېدو خبرې شوي او دواړو لوریو پر خپلو ژمنتیاوو ټینګار کړی دی. د نوموړي په وینا، په یاده لیدنه کې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضانو پر نه څار د امریکا نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغان حکومت د چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزناک او دوامداره څېړنې نه دي کړي.

کورونا په میدان وردګ کې خلک پر رواني ناروغۍ اخته کړي

د میدان وردګ ولایت یوشمېر هغه اوسېدونکي چې له کورونا ویرووس نه بېرته رغېدلي، وېرېږي، که بیا پر دې ناروغي اخته شي، مړه به یې کړي.
د دوی په وینا، کورونا یوه وژونکې ناروغي ده چې باید جدي وګڼل شي او په اړه یې ټولو روغتیايي لارښوونو د ډاکټرانو سپارښتنو ته پام وشي.

له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې د نړیوال بانک ۲۵ میلیونه ډالره مرسته

نړیوال بانک ویلي چې لومړنیو او منځنیو زده‌کړو ته د افغان ماشومانو، په تېره نجونو د لاسرسي لپاره له افغانستان سره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
نړیوال بانک نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا وړیا مرسته د زده‌کړو لپاره د نړیوالۍ همکارۍ پروګرام له لارې ورکول کېږي او له اقرا پروژې سره به د ۱۰۰ نویو ښوونځیو په جوړېدو کې مرسته وکړي.

ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد لامل ګرځي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

ننګرهار کې د واکسیناتورانو ترور؛ په مرکز او دوو ولسوالیو کې واکسین ځنډېدلی

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکټر جان‌محمد صاحبزاده وايي، د جلال‌اباد ښار په ګډون، په بهسودو او سره‌رود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین درول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه کار له هغه وروسته شوی چې تېره ورځ په جلال‌اباد کې د ګوزڼ واکسین درې ښځینه کارکوونکې ترور شوې.

بامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړه

د بامیان د ښځو چارو ریاست مسوولانې په بدو کې د یوې کم‌عمره نجلۍ د ورکړې خبر ورکوي.
د بامیان د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، د دغه ولایت په شیبر ولسوالي کې یوې کورنۍ خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړې ده. د هغې په وینا، د یادې نجلۍ پلار دیني عالم دی او د ګاونډي پر مېرمنې د جنسي تېري د تور په بدل کې یې خپله لور په بدو کې ورکړې ده.

طالبان: امریکا راته په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو نه دي ویلي

که څه هم د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې ته یوه میاشت پاتې ده، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې ځواکونه به یې له درې تر شپږ میاشتو پورې نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

تخار کې چاودنې د دغه ولایت د علماوو شورا د رییس ژوند واخیست

د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې څو شېبې مخکې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده.
د دوی په وینا، پېښه د تخار د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د پېښې له ځایه د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي جسد او درې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

بدخشان کې به ډېر ژر ۱۵ زره کورونه رڼا شي

د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې په بدخشان کې د شورابک برښنا بند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دوی په وینا، د دغه بند له پرانېستې وروسته به د دغه ولایت له ۱۵ زره ډېرو کورنیو ته برښنا ورسېږي.
د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند احمدسیر نېکزاد سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان شورابک بند له شپږکلن کار وروسته د ۴۵ میلیونه یورو په مالي لګښت د فیکا په نوم د یوه ترکي شرکت له لوري جوړ شوی دی.

لوګر کې د پکتیا د دویمې سرحدي لوا درستیزوال وژل شوی

د پکتیا دویمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض وژل شوی
په لوګر کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د مرکز پل‌علم اړوند په خضر بازار سیمه کې د پکتیا د دویمي سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض پر موټر وسله‌وال برید کړی دی. د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

ملي شورا ته ۵۰سلنه لېږل شوي تقنیني سندونه د ولسمشر غني فرمانونه دي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا نن کابل کې یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې د دویم کال د اوولسمې کاري دورې په اړه د یاد بنسټ موندنې له رسنیو سره  شریکې کړې. د فيفا موندنې ښي چې حکومت د پارلمان په کارونو کې مداخله درلوده.

د ياد بنسټ د پارلمان برخې څارنې مسوول حسیب الله معترف وایي، د هغو  تقنیني سندونو له ډلې چې د ولسي جرګې د دویم کال اوولسمې  کاري دورې په ترڅ کې ولسي جرګې ته استول شوي ۵۰  سلنه یې د ولسمشر غني فرمانونه جوړوي.

ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د اوربند څارنه او د سولې ضمانت وکړي

نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې ګډه غونډه جوړه شوه. ‎په دې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ایران، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و. ولسمشر محمداشرف غني یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرۍ نوې څپه اوج ته رسېدلې او له کبله یې هره ورځ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي.

افغانستان کې د کورونا نوی ډول؛ په یوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۸ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۷۰ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې دا شمېرې په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو ډېرې دي.