Asset 1SWN

کابل کې د حزب اسلامي پلويانو يو ځل بيا لاريون وکړ

Protest-3-p5468ob28xw6ytsxstipn24yso36wbyy6glacmzpg4

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو شمېر پلويانو نن سهار په کابل کې لاريون وکړ. دغه حزب ادعا کوي چې حکومت ورسره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دوی بندیان لا هم د دولت په زندانونو کې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وويل، د حکومت پر ضد په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پراخ لاریونونه وکړي.

حکمتیار ويلي و، حکومت د یاد ګوند غوښتو پر بنسټ چې باید له بندخونو څخه د دغه ګوند بندیان خوشې کړي او حکومت باید ژر تر ژره استعفا ورکړي پاملرنه نه ده کړې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د حکومت له لوري د نوموړي غوښتنو ته په نه پاملرنې نیوکه وکړه او ويې ويل، په داسې حال کې چې په تېرو لاریونونو کې د اوسني حکومت استعفا او د موقت حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه شوې وه؛ خو بیا هم حکومت دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي ويلي و، حزب اسلامي پر حکومت د فشار راوړلو په موخه سر له جمعې ورځې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پراخ لاریونونه پیلوي.

حکمتیار همداراز ويلي و چې د نن ورځې په لاريون کې به وسلې هم له ځانه سره ولري.

دا دویم ځل دی چې د حزب اسلامي ګوند له لوري په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې لاریونونه کېږي. د تېر کال حوت مياشتې په ۱۵مه نېټه هم د دغه ګوند له لوري په کابل کې لاریون ترسره شوی و. د دغه لاریون ګډونوالو، ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت سولې او حزب اسلامي هوکړې په سرغړونه تورن کړی و.

ګلبدین حکمتیار تر دې وړاندې حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی و چې د حزب‌ اسلامي بندیان خوشې او د کډوالو د بېرته را ستنېدو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه حزب ادعا کوي چې حکومت ورسره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دوی ۳ زره بندیان يې نه دي خوشې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام