د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی ومړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په يوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ومړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په يوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ومړ.
د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز د پنځو کلونو لپاره د دغه وزارت وزیر و. سلاموطندار ته رسېدلي سندونه ښيي چې نوموړی په یاد وزارت کې پر ناقانونۍ، اړیکو پاللو او له فساده ډکو کارونو تورن دی.
که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسلهوال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګژوبله هم افغانانو ته اوړي.
سلاموطندار په کابل کې د امریکا سفارت له پخوانۍ مرستیالې کرن ډېکر سره مرکه کړې ده. په دې مرکه کې د سولې، د طالب بندیانو خوشې کولو، ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې پر اړوندو موضوعاتو بحث شوی دی.
یوشمېر هغه مېرمنې چې هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې له وسایلو ډک کور پرېږدي او نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، له بېوسۍ نه ډک ژوند یې دردونه نور هم ډېروي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هنري کرالي اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ټولو ۱۸ زره ښوونځیو له ډلې نیمايي هغه یې ودانۍ نه لري او نږدې ۳.۷ میلیونه افغان زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په دوه ورځني سفر کویټ او قطر ته ولاړ.
کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د نن سهار ۹:۴۵ د لغمان د مرکز مهترلام ښار د «سلطان غازي بابا» ښارګوټي په درې لارې کې د دغه ولایت د والي رحمتالله یارمل پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلاموطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د شپې له خوا ډزې چې د ناڅرګندو کسانو له خوا کېږي، ناراموونکي بولي او وايي، دغه ډزې د زورواکو او خپلسرو کسانو له خوا کېږي.
نن د تلې میاشتې ۱۳مه نېټه په هېواد کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده؛ خو په دې ورځ ښوونکي شکايت کوي چې حکومت په ژمنو عمل نه دی کړی.
ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه «د سې شنبې په ورځ» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته لاړ شي.
د تخار ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په څنډو کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ولایت کې د ملي امنیت د رییس او پولیسو قوماندان نه شتون لامل شوی چې جګړې تر ښاره را ورسېږي.
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري د پکتيکا ولايت د عمومي وضعيت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ، خو غونډې ته د خبریالانو په ګډون، د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي افسرخان سېلمانخېل او یوشمېر نورو ځوانانو د ورتلو مخه نیول شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په ۶۵۰ یرغلیزو بریدونو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، نن غرمه شل باندې دولس بجې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي د مقام مخې ته موټربم برید شوی چې تر اوسه پهکې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون