Asset 1SWN

سلام وطندار

تخار کې د ناامنیو ډېروالي په اړه اندېښنې

takhar-squar-890x395_c

د تخار ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په څنډو کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ولایت کې د ملي امنیت د رییس او پولیسو قوماندان نه شتون لامل شوی چې جګړې تر ښاره را ورسېږي.

د تخار مدني فعالان محمدیاسین جویا او وسیم رسولي وايي، د کندوز‌-‌تخار پر لویه لاره د طالبانو له بریدونو وروسته د محلي پولیسو دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي او ۴ محلي پولیس وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

 په همدې حال کې د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي وايي، تېره شپه هم په قولبرس سیمه کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي او که د حکومت مرکزي اداره همداسې بې‌پروا پاتې شي، لرې نه ده چې د تالقان ښار هم د طالبانو لاس ته ورشي.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو ویاند عبدالهادي نظري هم د تالقان ښار پر شاوخوا سیمو د طالبانو بریدونه مني، خو وايي، هوايي ځواکونو تېره شپه په قولبرس او بودله سیمو کې د طالبانو دوه مهم مرکزونه په نښه کړي چې پر مهال یې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو په دغو جګړو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي او له کبله یې ۱۰ ملکیان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې د طالب ډلې د یوه قوماندان قاري عمر ګجر په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي.

طالبانو که څه هم د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو چارواکي وايي چې طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله په ټول هېواد، په تېره تخار کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام