Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا ته د ولسمشر سفر؛ خبریالانو او د ولایتي شورا یوه غړي اعتراض وکړ

120763806_3329808797095339_7218174533786639868_o

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري د پکتيکا ولايت د عمومي وضعيت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ، خو غونډې ته د خبریالانو په ګډون، د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي افسرخان سېلمان‌خېل او یوشمېر نورو ځوانانو د ورتلو مخه نیول شوې ده.

خبریالانو غونډې ته د ورتلو مخنیوي په غبرګون کې اعتراض کړی او له محلي ادارې سره یې د راپورونو او خبرونو د خپرولو پرېکون اعلان کړی دی.

د پکتيکا د پرېس کلب مشر رحیم‌خان خوشحال او خبریال جمال‌الدين الهام سترو غونډو ته د خبريالانو نه پرېښودل د رسنيو قانون او اصولو خلاف عمل ګڼي.

د خبریالانو په وینا، دوی غوښتل د ولسمشر غونډې ته ورشي، څو یې په اړه راپور جوړ کړي، خو په وینا یې، له کمرو او نورو وسایلو سره نه دي ور پرېښودل شوي.

په همدې حال کې د پکتیکا د ولایتي شورا غړي افسرخان سلېمان‌خېل او یوشمېر ځوانانو هم غونډې ته د دوی د نه ور پرېښودو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

معترضانو چې په مرکز ښرنه کې د ډاکټر نجیب‌الله څلورلارې کې راټول شوي وو، دغه ولایت ته یې د ولسمشر غني سفر نمایشي بولي.

د دوی په وینا، د پکتیکا ولایتي ادارې په خپله خوښه د ګډونوالو نوملړ چې ډېری یې د دولتي ادارو کارکوونکي دي، جوړ کړی او د هغو کسانو نومونه یې نه دي په‌کې پرېښي چې د ولس غږ اوچتوي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې په پکتیکا کې د ولسمشر غونډې ته د خبریالانو د نه ور پرېښودو په اړه خبر دی او دا موضوع به د یاد ولایت د مقام له دفتر سره په جدي توګه وڅېړي، څو په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام