نامنظمه کډوالي؛ له کډوالۍ تېښته او د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د کار کولو ستونزه
عبدالمعذ نومېږي او په اصل کې د غور د مرغاب سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، ۱۳ کلن و چې افغانستان یې د بېوزلۍ او فقر له کبله د ایران په مقصد پرېښود. نوموړي په ایران کې له پاتې کېدو او له یوې ایرانۍ نجلۍ سره تر واده وروسته فکر کاوه چې خپلو هیلو ته رسېدلی دی.