Asset 1SWN

غنی: طالبان باید د افغانستان نوی نسل وپېژني

EjqIdc0WoAAmOq6-owkc7kp6gh6mnq40v6nf91d0y6d3spt0iozmnvzs08

ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د خپل سفر په دویمه ورځ په دوحه کې د بشري مسايلو او شخړو مطالعاتي مرکز ته وینا کې ویلي، په افغانستان کې قدرت میراثي نه دی او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه باید د ولسي جرګې له لوري تایید شي.

ولسمشر غني دغو خبرو کې ویلي، د افغان وګړيو پر ژوند د جګړې له ویجاړوونکيو اغېزو خبر دی او له همدې کبله د سولې په ارزښت له بل هر چا ښه پوهېږي.

د ولسمشر غني په خبره، د افغانستان ۷۵ سلنه خلک تر ۳۰ کالو لاندې عمر لري او ګڼ شمېر ځوانانو د طالبانو پنځه کاله واکمني نه ده تجربه کړې او دغه راز طالبان هم دغه نسل درک کړي.

نوموړي د سولې اهمیت ته په کتو ویلي، د افغانستان اداره له ولسواکۍ پرته نا شونې ده.

د نړیوالو چارو کارپوهان  قطر ته د غني د سفر په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د نړیوالو چارو کارپوه حمید عزیزي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، ولسمشر غني قطر ته د سیاستوالو له سفر اندېښمن دی او له همدې کبله یې دغه هېواد ته خپل سفر په بېړه ترتیب کړ.

د نړیوالو چارو د دغه کارپوه په خبره، ولسمشر غني په دې وروستیو کې هڅه کوي چې ځان د سولې په برخه کې فعال وښيي.

خو د نړیوالو چارو بل کارپوه محب شریف وايي، دوحې ته د ولسمشر سفر تر ډېره د افغان پلاوي او طالب استازيو ترمنځ د درې اوونیز انسداد ماتولو لپاره شوی.

د ده به خبره، په داسې شرایطو کې چې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ خبرې له انسداد سره مخ دي، اړتیا ده چې اصلي لوبغاړي په کې ښکېل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفر له یوه لوړ پوړي پلاوي سره مل لومړی کوېټ او بیا له هغه ځایه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ.

دوحه د طالبانو د دفتر او دغه راز د سولې د بین‌الافغاني خبرو کوربه ښار دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام