
لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه
د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

د غوایي ۳ یمه او د اپریل ۲۳ نېټه د کتاب نړیواله ورځ ده. خو په هېواد کې یو شمېر کتاب پلورونکي وايي چې په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته د کتابونو بازار په ټپه درېدلی دی.

جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زدهکړو لومړنی ښوونیز مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. دغه ښوونیز مرکز چې ۲۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، په بېلابېلو ټایمونو کې ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته پهکې زدهکړې ورکول کېږي.

د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.

که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله پوهنیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخ شوی او یاد وضعیت د زدهکوونکو پر روحیه منفي اغېر کړی، خو په کابل کې د «چهار مغز» په نوم یوه ګرځنده کتابتون د ماشومانو د لیک-لوست زدهکړې په موخه خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.

که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د نورو برخو ترڅنګ پوهنې ته هم زیان اوښتی، خو په یوه کمساري اقدام کې یوشمېر فرهنګپالو او مدني فعالانو په لوګر ولایت کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه په ښار کې پر خلکو کتابونه ووېشل او خلک یې یووالي ته راوبلل.

پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرس څخه په یوه لیک د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼشمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یونسکو د نړۍ فرهنګي میراثونو په نوملړ کې درې فرهنګي اثار د افغانستان په نوم ثبت شوي دي.

طالبانو په بادغیس کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځي پر«هېوادپالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی دی. د بادغیس والي حسامالدین شمس وایي، طالبانو په دغه ولایت کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له زدهکړییز نصاب څخه د «وطنپالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونه لرې کړي دي.

له نږدې دوه اوونیو راپدېخوا په هرات ولایت کې د حقالزحمه ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دغه ښوونکو کاربندیز اعلان کړی او نن په دغه ولایت کې یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه.

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د سنځل ګل دودېزې مشاعره کې د لوګر ولایت د لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.
شاعرانو او لیکوالانو د شعر او کلتور په ژبه د سولې او ورورلۍ شعرونه زمزمه کړل او د جګړې له دواړو لورو یې وغوښتل چې په هېواد کې نوره جګړه بس کړي، سولې او دایمي اوربند ته کار وکړي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.
دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

د پکتيا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالي د پوهنې مسوولان په دې ولسوالي کې د ښوونکو له کموالي څخه په نیوکې سره وايي، د يوې لېسې په ګډون د شپږو منځنيو او درې لومړنيو ښوونځيو د تدريس لپاره ۱۴ ښوونکي لري او ډېری زده کوونکي د ښوونکو د کمښت له امله له زده کړو بې برخې شوي دي.

د سولې کتاب نندارتون تېره جمعه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د پل سرخ فرهنګي مرکز په نوښت جوړ شو. په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرندویه ټولنو هم ګډون کړی و او د نندارتون هره ورځ د ټولنې بېلابېلو برخو وګړو ته ځانګړې شوې وه.
د دغه نندارتون جوړوونکی شاهد فرهوش وایي، دغه نندارتون د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت او د افغان سولې بهیر په ملاتړ جوړ شوی و.

ډېر کم به پېښ شي چې څوک تل او يا کله هم خبرونه اوري، د ولسمشر د لفظي تېروتنو شاهدان نهشي. جمهوررييس ډېر وخت هېواد کې دننه او يا بهر په رسمي ناستو کې په زړه پورې لفظي تېروتنې کوي چې څو ورځو لپاره د ټولنيزو شبکو د کاروونکيو لپاره د خندا او ټوکو موضوع جوړه وي.
ولسمشر غني په ورستي مورد کې تاجکستان ته خپل دوه ورځني سفر کې د رودکي یو شعر ناسم ولوست. تېره ورځ ولسمشر اشرف غني له خپلو سلاکارانو او د کابينې له غړيو سره يوځای د اسیا زړه – استانبول د پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د پوهنې زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پرانیسته. ولسمشر غني د ۱۴۰۰م تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت غونډه کې وویل، روان تعلیمي کال به شاوخوا یو میلیون نوي زدهکوونکي ښوونیز نظام ته جذب شي او د ۱۱زره او ۷۳ د ښوونکيو د جذب نوي بستونه به اعلان شي.
جمهور رييس غني زیاته کړه، وروسته له ډېرو کلونو به لومړي ځل لپاره هېواد کې دننه په ښه کیفیت سره کتابونه چاپ شي…