
فاریاب کې په غنمو د «کفشک حشرې» برید؛ بزګران د بېړنۍ مرستې په تمه دي
فاریاب کې د غنمو په کروندو د «کفشک» په نوم د حشرې پراخ برید، د بزګرانو اندېښنې را پارولي. د راپورونو له مخې، تېرو کلونو

فاریاب کې د غنمو په کروندو د «کفشک» په نوم د حشرې پراخ برید، د بزګرانو اندېښنې را پارولي. د راپورونو له مخې، تېرو کلونو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وستایلې.
هغه وویل: «موږ به په ګډه يو ښه راتلونکی ولرو. زه د چين د ولسمشر هغه کار لپاره چې تاسو ترسره کړی، ډېر درناوی لرم. تاسو يو ستر رهبر ياست.»
د هغه په وینا، د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.

په غزني کې د اقتصاد، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم ریاستونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره، د برښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې، د ځانګړو زدهکړو او چاپېریال ساتنې ادارې، هغه دولتي ادارې دي چې ځانګړې ودانۍ او ثابت ځای نهلري.

په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو له هغې ډلې، بدخشان، تخار، هرات، ننګرهار، غور، نورستان، کونړ، بغلان، کندز، بادغیس او فاریاب کې راغلو سېلابونو، د مالي زیانونو او د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ، د خلکو د پاکو څښاک اوبو لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د لوګر مرکز اړوند د شلک په سیمه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې چې د درې زره مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د هېواد د معیار او کیفیت ادارې له یوه هندي خصوصي شرکت سره د کیفیت تثبیت لابراتوارونو د پراختیا او تجهیز په برخه کې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د معلوماتو له مخې، دغه تړون نن چهارشنبه، غویي ۲۳مه کابل کې د یادې ادارې او هندي شرکت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

که څه هم په ډېری افغان کورنیو کې ورونه د خپلو خوېندو د ژوند کنټرول او ملاتړ خپل مسوولیت بولي، خو د شریعت او اسلامي فقهې له مخې، ورور حق نهلري چې په غیرشرعي او غیرقانوني توګه د خپلې خور ژوند کې مداخله وکړي.
همداراز ورونه نهشي کولای چې په زور ، د قانون او شرعیت خلاف، خپلې خویندې واده کړي، یا د دوی د زدهکړو او کار کولو مخه ونیسي.

د نرسانو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د کابل په روغتونونو کې یوشمېر نرسان د نرسنګ د پرسونل له کمښت، اقتصادي ستونزو او کاري محدودیتونو اندېښنه لري.
دوی وایي، په ځینو روغتونونو کې د نرسانو کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان پر وخت روغتیايي پاملرنه او درملنه ترلاسه نهکړي.

د پکتيا د اوبو او انرژي رياست له لوري نن سهشنبه، غويي ۲۲مه، د ګردېز ښار اړوند دوه کلیو کې د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

لغمان کې د کرنې ترڅنګ سلګونه بزګران د نیالګیو په روزنه بوخت دي چې له دې لارې نه یوازې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیون خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سهشنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ده چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.

غزني کې د وخت په تېرېدو او د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت یوشمېر تاریخي ابدات د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې د غزني د کلا د دېوال یوه برخه نړېدلې چې دا د دې ولایت له مهمو تاریخي ابداتو څخه ګڼل کېږي.

افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» څانګې مسوولان وايي چې په ننګرهار کې وروستیو سېلابونو د خلکو کورونو، شتمنیو او د ژوند د عاید سرچینو ته زیانونه اړولي دي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوزبیکستان هېواد د مرستو یوه جوپه د حیرتان سوداګریز بندر له لارې هېواد ته رارسېدلې ده.
دغه مرسته چې ۴۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه دي، (یکشنبه، د غويي۲۰مه) د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې حکومتي مسوولانو ته وسپارل شوه.

د سعودي عربستان ارامکو شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع کې یې تر ۳۲ میلیاردو ډالرو ډېره ګټه ترلاسه کړې. د راپورونو پراساس،

په داسې حال کې چې هېواد کې د ښځو لپاره د کار زمینه محدوده ده، خو کندوز کې یوې ښځې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونه جوړ کړې.
هغې په دغه کارخونه کې نورو نجونو او ښځو ته د کار او مهارت د زدهکړو فرصتونه برابر کړي، هغه فرصت چې دوی د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ته هڅوي او مرسته ورسره کوي.