
غور کې د بانکونو تړل کېدو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی
که څه هم د طالبانو له لوري د غور د مرکز فېروزکوه ښار د نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ خصوصي بانک پهکې فعالیت نه دی پیل کړی او دغه کار خلکو ته د سخت سرخوږي جوړولو لامل شوی دی.

که څه هم د طالبانو له لوري د غور د مرکز فېروزکوه ښار د نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ خصوصي بانک پهکې فعالیت نه دی پیل کړی او دغه کار خلکو ته د سخت سرخوږي جوړولو لامل شوی دی.

د لومړي ځل لپاره نن کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د وسپنې او فلزاتو د ویلې کولو ټولنه جوړه شوه چې موخه یې د دغه صنعت پراختیا په کوته شوې ده.

نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي چې دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي. دینمحمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي، د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي

په افغانستان بانک کې یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې ټولو دولتي او خصوصي بانکونو ته امر شوی چې د پخوانیو وزیرانو، معینانو، سیاسي مشرانو او ټولو لوړپوړو چارواکو بانکي حسابونه دې وتړي. سرچینه وايي چې په دې اړه به نن رسمي اعلامیه هم خپره شي.

سره له دې چې په سوداګریزو تعرفو کې شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی، خو بیا هم د خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی وايي، پخوا به د یوه موټر خوراکي توکو محصول نږدې ۵۰ زره افغانۍ کېده، خو اوس سره له دې چې محصول یې ۲۰ زرو افغانیو ته راټیټ شوی، مګر بازارونو کې د توکو بیې لا هم لوړې دي.

د طالبانو له لوري د کندوز له نیولو وړاندې په دغه ولایت کې نږدې ۱۵ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغو رسنیو څخه نیمايي تړل شوي او خبریالان یې په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانې او کارکوونکې یې په کور ناستې دي. دوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ دي چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان بانک وايي چې د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز شهزاده سرای به د راتلونکې شنبې په ورځ فعال شي. د دغه بانک په خبره، د افغانستان بانک مشرتابه د شهزاده سرای له مسوولانو او یوشمېر صرافانو سره په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د پولي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره به شهزاده سرای فعال کړي.

له تاجیکستان سره پولې ته نږدې د کندوز شېرخان سوداګریز بندر چې د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته تړل شوی و، اوس یوځل بیا د دغه سوداګریز بندر چارې بېرته پیل شوي دي.

وروسته له هغې چې محمداشرف غني له هېواده ووت او طالبانو پر افغانستان ولکه خپله کړه، په ټول هېواد کې د دولتي ادارو فعالیتونه په ټپه ودرېدل چې له امله یې د مخکیني حکومت کارکوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر ټول هېواد ولکه خپله کړه، له دوو اوونیو راهیسې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د بانکونو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

که څه هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او د سوند توکو بیې هم لوړې شوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، تر هغې چې د ګمرکونو برښنایي سیستم بېرته فعاله نهشي، د بازار وضعیت به همداسې ګډوډ وي.

د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي سه شنبه تایید کړه چې دغه هېواد د افغانستان بانک له شتمنیو څخه نږدې ۹.۵ میلیارد دالر کنکل کړي او دغو پیسو ته د طالبانو تر مشري لاندې حکومت ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره یې افغانستان ته د نقدو پیسو د لېږد چارې درولي دي.

پکتيا کې یوشمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویهلار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.

د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلاموطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپینږیري شامل دي.

په هرات کې د اسلامکلا او تورغونډۍ، فراه کې د ابونصر فراهي، تخار کې د ایخانم، کندوز کې شېرخان او پکتیا کې ډنډپټان هغه شپږ ګمرکونه دي چې د چارواکو په وینا، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

په هرات کې د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې له کمساري ټیټوالي خبرداری ورکوي او وايي چې د دوی د معلوماتو او سنجش له مخې، په دغه ولایت کې د اوبو کچه تر ۳ مترو ټيټه شوې ده.