وېسټ: په زور د طالبانو واک ته رسېدل د مرستو د بندېدو لامل شوی

اسلامي امارت چهارشنبه د امریکا کانګرېس ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصیدو غوښتنه وکړه. په دې لیک کې ویل شوي وو، که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل وساتي، افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ ناورین سره مخ شي.‌

د ګمرکونو او عوایدو معینیت: ۷۸ ورځو کې نږدې ۲۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولانو نن د یوې خبري غوڼدې پر مهال وویل چې په تېرو ۷۸ ورځو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۲۷ملیارده افغانۍ عواید راټول کړې دي. د ګمرکونو او عوایدو عمومی رییس ویلي، د اسلامي امارت د راتلو راهیسې یې په نږدې دوه نیمو میاشتو کې یې ۲۶ میلیارده او ۹۱۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

ډیبورا لاینز نړۍ ته: افغانان یوازې مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

د امریکا کانګرس ته د متقي لیک: د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې طاالبان واک ته ورسېدل، د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمني کنګل شوې چې اوس د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یاد هېواد کانګرس ته په یوه لیک کې د دغو پیسو د ازدېدو غوښتنه کړې. په دغه لیک کې راغلي، که د امریکا بندیزونه همداسې دوام وکړي، د افغانستان خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

متقاعدان د خپلو حقونو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي

یوشمېر متقاعدان وايي چې تر اوسه یې د سږ کال معاشونه نه دي ورکړل شوي او د ترلاسه کولو لپاره یې هره ورځ اړوندو ادارو ته ورځي.
دوی شکایت کوي چې مسوولان بېلابېلې پلمې ورته کوي او د معاشونو د نه ورکړې کره نېټه نه ورته ښيي.

بازار ته د ډالرو اېستل د افغانیو پر ارزښت لوړېدو اغېز نه کوي

په وروستیو ورځو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې په بې‌سارې توګه د افغانیو ارزښت له کمېدو وروسته د افغانستان بانک وویل چې د افغانیو ارزښت د ثبات لپاره ۱۰ میلیونه ډالر لیلاموي.
خو یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د دغومره ډالرو لیلام نه‌شي کولای د افغانیو د ارزښت لوړېدو او ثبات په برخه کې اغېزناک تمام شي.

افغانستان کې د ډالرو د ارزښت لوړوالی به د بې‌وزلۍ زیاتوالي لامل شي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ورځ تر بلې ارزښت لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د ډالرو بیې لوړېدو اقتصادي فعالیتونه درولي دي.
د دوی په وینا، د ډالرو ارزښت له لوړېدو سره هم‌مهاله د لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې دي. دوی وايي، د ډالرو ارزښت داسې مهال تر ۹۵ افغانیو رسېدلی چې خلک هېڅ عایداتي سرچینه نه لري.

بغلان کې د ډبرو سکرو د کان ۳۰۰ کارګرو د وسله‌والو له وېرې کار پريښی

د بغلان په تاله‌وبرفک ولسوالي کې د ډبرو سکرو د کان یوشمېر کارګر وايي چې ناپېژنده وسله‌والو یې دوه ورځې وړاندې پر دوو همکارانو برید کړی چې له کبله یې یو وژل شوی او بل پر سر سخت ټپي شوی دی.
د دوی په وینا، یاد کارګر د بامیان ولایت د ورس او دایکندي د شهرستان ولسواليو اوسېدونکي دي.

د افغانستان او پاکستان سوداګري؛ دواړو هېوادونو د اسانتیاوو پر برابرولو هوکړې کړي

د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې پاکستان ته د افغان پلاوي په وروستيو سفر کې پر یوشمېر سوداګریزو مسایلو هوکړې شوي چې په وینا یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په خبره، افغان ټرانسپورټ اوس کولای شي تر واګې او کراچۍ بندرونو پورې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد وکړي.

نیمروز کې د توليدي کارخونو فعالیتونه په ټپه درېدلي

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د یو‌شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د نیمروز ولایت تولیدي کار خونې  هم د خامو موادو د نه‌شتون، بانکي او نورو ستونزو له امله یې فعالیتونه په ټپه درېدلي او  پانګوالو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

هرات کې د کاشي‌جوړولو کارخونه د دغه ولایت هنرمندان په دندو ګوماري

د هېواد په لوېدیځ لرغوني هرات ولایت کې د کاشي‌جوړولو کارخونه چې څو سوه کاله مخینه لري او د خطاطۍ او رسامۍ سربېره په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت کوي، چارواکي یې وايي چې د دغه ولایت  د رسامۍ او خطاطۍ په برخه کې یو‌شمېر وتلي هنرمندان په دندو ګوماري.

سبا په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

 د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم‌ګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځکه پیلوي چې د کابل په پاسپورټ ریاست کې ګڼه ګوڼه راکمه کړي.

جوزجان کې زده‌کوونکو خپلې پنځونې نندارې ته وړاندې کړې

 په جوزجان کې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځیو نږدې ۱۰۰ زده‌کوونکو په یوه نندارتون کې خپلې پنځونې او علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه نندارتون پرون په «ابن یمین شبرغان» ښوونځي کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

یو‌شمېر هېوادوال د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي

که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.