صرافانو ټولنه: د افغانستان بانک دې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره لاس پکار شي

وروسته له هغې چې افغانیو په کمسارې توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالراحمان ځیرک سلام‌وطندار ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره دې د افغانستان بانک بازار ته ډالر وړاندې کړي.

له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون افغانان ایستل شوي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم شړل شوي دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې یاد کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید ملاتړ یې وشي.

بریټانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

 د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره ۷۵ میلیون پونډ چې ۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي. د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د جي۷ هېوادونو غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي چې د «بېړنیو مرستو» دغه کڅوړه د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه او اوبو د برابرولو لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

نیمروز کې د لاسي صنایعو د کارخونو تړل‌کېدو سره ګڼ‌شمېر ښځې وزګاره شوي

عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیونه ډالر ازاد کړل

د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته‌ کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

برښنا شرکت: د برښنا د تعرفې لوړولو اوازې ناسمې دي

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په یو ویډیویي پیغام کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دغه شرکت د برښنا بیه لوړوي. نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د تعرفې د لوړوالي په اړه تراوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د میوند بانک د نه سقوط‌ کېدو په اړه د چارواکو ډاډ

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.