امریکا اسلامي امارت سره د مالي تعاملاتو درې نوي جوازونه صادر کړي

د امریکا مالیې وزارت د سه‌شنبې پر ورځ په افغانستان کې له بې‌وزله او اړمنیو کسانو سره د لا ډېرو بشري مرستو د برابرولو په اړه درې عمومي جوازونه صادر کړل. د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد له کړکېچ سره مخ شوی او اقتصاد یې سقوط کړی.

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.  دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ په موخه دي او د اسلامي امارت پر اړوندو بنسټونو د بندیزونو لرې کولو په معنی نه دي. 

ملګرو ملتونو د خپلو تاسیساتو د امنیت لپاره اسلامي امارت ته د ۶میلیونو ډالرو وړاندیز کړی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.

د کانګرېس غړي جو بایډن ته: د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړئ

د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یو‌شمېر غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

د خصوصي سکتور ۲۵سلنه شرکتونه د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ دي

 په افغانستان کې د خصوصي سکتور ټولنې مشر محمد ناصر محتسب‌زاده وايي، شاوخوا ۲۰۰۰ شرکتونه د دې ټولنې سره ثبت دي او حکومت له ۵۵ څخه تر ۶۰ ملیارده افغانۍ د یادو شرکتونو څخه پوروړی دی او که چېرته دغه پیسې ورنه‌ کړل شي، یاد شرکتونه به له ماتې سره مخ شي.

کابل ښاریان له بانکونو د پیسو د رایستلو له بهیر څخه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په عزیزي او نورو خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې د خپلو پيسو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا هم ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شي.

نډ پرایس: امریکا افغانستان ته د مرستو د لېږد لارې چارې لټوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

متقي: د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌‌بښوونکې وه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌بښوونکې وه. متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

پاکستان نن د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌ دی

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

جې‌شنکر: له افغانانو سره د مرستې لپاره باید د حل ګډې لارې ولټول شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي، د مرکزي اسیا هېوادونه له خنډ پرته په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشردوستانه مرستو د تضمین په اړه ګډې اندېښنې لري. نوموړي د افغانستان له وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره باید ګډې حل لارې ولټول شي.

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان زمونږ بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې اوولسمې ناستې د جوړېدو په درشل کې ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان له خپلو غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې خپل پروګرامونه بسیج کړي.

بلخ کې ۴۵۰۰۰ ښځینه زده‌کوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

په بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام له اووم تر دولسم ټولګي پورې ۴۵۷۹۰ ښځينه زده‌کوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړ چې له هرې زده‌کوونکې سره به ۲۵۰۰ افغانۍ مرسته وشي. دغه بهیر د نومبر میاشتې له لومړیو پیل شوی وو او د زده‌کوونکو له سروې او بایومټریک وروسته یې د مرستو د وېش بهیر پیل شوی دی.