
پاکستان افغانستان ته خپل سوداګریز توکي په کلدارو رالېږي
یوشمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان د مالیې وزارت د اقتصادي همغږۍ کمېټې په یوې ناسته کې دې ته اجازه ورکړې چې یوشمېر صادراتي توکي په کلدارو پیسو افغانستان ته ولېږدول شي. بلخوا، د پاکستان د مالیې وزارت د وارداتو د څارنې کمېسیون له افغانستان څخه د جلغوزیو له وراداتو ۴۵سلنه ګمرکي تعرفه لرې کړې ده.














